افغانستان بانک: سارک غونډه کې افغانۍ د سیمې باثباته پولي واحد وګڼل شو
د افغانستان بانک چارواکیو وېیلي، چې استازو یې، د سارک فایننس مرکزي بانکونو د ريیسانو په ۴۳ غونډه کې چې په اسلام آباد کې جوړه شوې وه ګډون کړی دی.
د افغانستان بانک چارواکیو وېیلي، چې استازو یې، د سارک فایننس مرکزي بانکونو د ريیسانو په ۴۳ غونډه کې چې په اسلام آباد کې جوړه شوې وه ګډون کړی دی.
سرچینه زیاتوي: په یاده غونډه کې د ملي اقتصاد پر مهمو برخو، مالي شمولیت، سارک ډېټابېس، وړتیا لوړونې، د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي څېړنو او یو شمېر نورو مهمو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په پایله کې جوته شوه چې افغانۍ د اسعارو پر وړاندې د سارک غړو هېوادونو په منځ کې د غوره ثبات لرونکی پولي واحد دی او همدارنګه افغانستان د انفلاسیون له با ثباته نرخ څخه برخمن دی.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، د دې غونډې په دویمه ورځ په سارک هېوادونو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو، د چاپېریال ساتنې اړوند نوښتونو، د سارک هېوادونو پر مالي سیستم د اقلیمي بدلون پر اغېزو او سارک هېوادونو کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې راتلونکو ګامونو بحثونه وشول.
افغان چارواکي په داسې مهال بیا- بیا د افغانیو د مالي ثبات ساتنه خپله لاسته راوړنه بولي، چې اقتصادي شنونکي د دغه ثبات د ساتلو اصلي دلیل کابل ته د نړیوالو بشري مرستو د اوونیزو ۴۰ میلیون ډالري کڅوړو استول یادوي.