سیاسی

مخدر مواد، د افغانستان ستونزه او د نړۍ پلمه

مخدر مواد په افغانستان کې د نابودۍ په حال کې دي، له نېکه مرغه کورنيوو چارو وزارت د مخدرو موادو د کرکيلې له منځه وړلو لپاره هڅو ته زور ورکړی دی، په داسې حال کې چې همدا اوس د کوکنارو حاصلات د راټولېدا لپاره چمتو شوي هم دي، خو تمه ده، چې د کوکنارو کرکيله په بشپړه توګه له منځه يووړل شي او افغانستان له دې بدنامۍ نور خلاص کړل شي.

فرید الله څپاند

مخدر مواد په افغانستان کې د نابودۍ په حال کې دي، له نېکه مرغه کورنيوو چارو وزارت د مخدرو موادو د کرکيلې له منځه وړلو لپاره هڅو ته زور ورکړی دی، په داسې حال کې چې همدا اوس د کوکنارو حاصلات د راټولېدا لپاره چمتو شوي هم دي، خو تمه ده، چې د کوکنارو کرکيله په بشپړه توګه له منځه يووړل شي او افغانستان له دې بدنامۍ نور خلاص کړل شي.

د نورو نېشه يي موادو لکه دچرسو پرضد هم هڅې روانې دي او د کورنيوو چارو وزارت ځواکونو له خوا په ټول هېواد کې د چرسو پرضد هم د کوکنارو د کښت په څېر مبارزه روانه ده، خو د چرسو حاصلات د کوکنارو په څېر اوس د راټولېدا لپآره نه دي چمتو شوي او منی د دغه بوټي حاصلات ترلاسه کېدای شي، هيله ده، چې په دې څو مياشتنۍ موده کې د چرسو بوټي هم په بشپړه توګه ویران او له منځه يوړل شي.

په افغانستان کې د مخدرو موادو پرضد سږ کال هڅې په داسې حال کې ګړندۍ شوې دي، چې نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او همدا رنګه د سيمې او نړۍ هېوادونو په هره غونډه کې اندېښنه ښکاره کړې، چې ګنې د افغانستان له خوا مخدر مواد نړۍ ته صادرېږي او دا ستره نړيواله ستونزه د افغانستان له خوا را پېښه ده.

خو د اسلامي امارت له خوا هغوی ته ډاډ ورکول کېږي، چې په هېواد کې د نېشه يي توکو  د کرکېلې او قاچاق پر وړاندې مبارزه روانه ده او په نږدې راتلونکي کې به د نېشه يي توکو کچه صفر ته راټيټه شي. په دې اړه تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو له خوا په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه کې هم د افغانستان د مخدرو موادو په اړه نړيواله اندېښنه يوځل بيا ښکاره کړل شوه، چې ګنې د افغانستان مخدر مواد د نړۍ په مخ کې ستره ستونزه ده؛ خو د دې اندېښنې په ځواب کې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد  څرګندوي، چې په هېواد کې د نېشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه کوي او ډېر ژر به په هېواد کې د نېشه يي توکو کښت  صفر ته ورسېږي. ښاغلی ذبيح الله مجاهد ټينګار کوي، چې د نېشه‌يي توکو د قاچاق د مخنيوي هڅې چټکې روانې دي او د اسلامي امارت له پيل راپدېخوا ګڼ‌شمېر قاچاقبران نيول شوي او بنديان دي.

مجاهد ګاونډيو او سيمې هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې له افغانستانه د نېشه يي توکو د قاچاق په اړه دې اندېښنه نه‌کوي؛ له افغان حکومت او خلکو سره دې د نېشه‌يي توکو د کرکېلې د مخنيوي په بايد همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د اسلامي امارت مشرتابه په هېواد کې د نېشه‌يي توکو د کښت، توليد، قاچاق او استعمال د بندېدو فرمان صادر کړ او خبرداری يې ورکړ، چې د دغه فرمان له سرغړونکيو سره به د اسلامي شريعت له مخې چلند وشي. اوس ډېري بزګران د کوکنارو د کرلو پر ځاي د اينجې  کرل پيل کړي دي.

په اصل کې مخدر مواد پر افغانستان تپل شوې داسې شوې پديده ده، چې په تېرو څلورو لسيزو کې ترې د سيمې او نړۍ مغرضو هېوادونو او دغه راز ډلو ټپلو ستره ګټه پورته کړې ده، په دې کې سيمه ييزې او نړيوالې مافيايي ډلې هم ورښکېلې دي او دا ډلې دا توکي د نړۍ تورو بازاراونو ته رسوي.

داسې هېواد هم شته چې له يواې خوا په نړيواله کچه د مخدرو موادو له اړخه اندېښنه ښکاره کوي، چې ګنې له افغانستانه مخدر مواد ټولې نړۍ ته قاچاقېږي، خو له بلې خوا له همدې مخدورو موادو د کال لسګونه ميليارده ډالر عوايد هم تر لاسه کوي! دغه راز هېوادونه او همدا رنګه مافيايي کړۍ او ډلې ټپلې په هېڅ توګه نه غواړي، چې دا ګټه دې د دوی له خولې ووځي، له همدې امله ګرانه ده، چې د مخدرو موادو بدنامي له افغانستانه ژر پاکه شي، خو دا پياوړی هوډ غواړي او د دغه پياوړي هوډ په نتيجه کې ژر په هېواد کې مخدر مواد له منځه وړل کېدای او افغانستان له دې بدمامۍ پاکېدای شي.

له همدې امله د ولس لويه غوښتنه هم دا ده، چې د مخدرو موادو په وړاندې داسې مبارزه وشي او داسې له منځه يوړل شي، لکه د پخواني اسلامي امارت په څېر چې په ټول افغانستان کې د امير المؤمنين ملا محمد عمر په يوه فرمان سره له منځه يوړل شول!

دې ته په پام سره د ملت لويه غوښتنه هم داده، چې په افغانستان کې د نېشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق د بندولو لپاره د اسلامي امارت ځواکونه په جديت سره مبارزه وکړي او دا پديده د تل لپاره محو کړي، دا به د افغانستان پر حکومت د هېوادونو باور زيات کړي او له افغانستان سره به د هېوادونو اړيکې ښې او پراخې کړي.

په هغه صورت کې به بيا هېڅ داسې پلمه نه وي، چې ګنې سيمه او نړۍ د افغانستان د مخدرو مواد له اړخه په ستونزه کې ده. تېر کال هم د ملګرو ملتونو په رپوټ کې افغانستان هغه هېواد ياد شوی و، چې په کې د نړۍ تر نورو هېوادونو ډېر مخدر مواد کرل او توليدېږي. اوس هم د ملګرو ملتونو په هره غونډه کې اندېښنه ښکاره کېږي، چې ګنې د افغانستان مخدر مواد نړيواله ستونزه ده، نو دا پلمې هغه وخت ختمېدای شي، چې په افغانستان کې د مخدرو مواد پرضد جدي مبارزه وشي او يا هم د کوکنارو کښت قانوني کړل شي، خو دا کښت هغه مهال قانون ته باربرېدای شي، چې حکومت هم پرمختګ کړی وي او افغانستان هم چې له ټاکلې کچې ډېر مخدر مواد ونه کرل شي او د حکومت او نړيوالې ټولنې تر جدي او ژور څار لاندې وي، داسې چې سرغړوونکي د قانون له مخې مجازات کړل شي او د مجازاتو فرهنګ هم عام او منل شوی فرهنګ وي.

خو د اوس لپاره بايد مخدر مواد په بشپړه توګه په افغانستان کې له منځه يووړل شي، چې له دې بدنامۍ افغانستان نور وژغورل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *