افغانستان

د کونړ مشرانو دځنګلونو ساتنې او خوندیتوب په پار چمتووالی اعلام کړ

د کونړ ولایت یوشمېر قومي مشرانو او مخورو دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مولوی باز محمدفیضان سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د ځنګلونو ساتنې او خوندیتوب په پار چمتووالی او اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړل.

په دې لیدنه کې د کونړ ولایت د غازي آباد، ماڼوګۍ، څوګۍ، وټه پور، دانګام او چپه درې قومي مشرانو او یوشمېر اوسېدونکو ګډون درلود. دوی د لرګیو مافیا او پردي لاسونه د ځنګلونو د قاچاق او پرې کېدو اصلي لاملونه وبلل او د ځنګلونو د پرې کېدو پرمخنیوی یې ټینګار وکړ.
د کونړ ولایت اوسېدونکو د کونړ ولایت د ځنګلونو د خوندیتوب په پار ځانګړې وړاندیزونه مطرح کړل. دوی ووېیل، چې د ځنګلونو کمېدل دوی ته تاوان رسوي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د هېواد شتمنیو خوندیتوب ته ژمن دی. فیضان ووېیل، چې د اسلامي امارت له خوا د ځنګلونو ساتنې په پار شنه قطعه جوړه شوې ده او دغه راز د امارت له واکمنېدو سره هیچ چاته د ځنګلونو د پرېکېدو او خرڅولو اجازه نه ورکول کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *