اسلامی

ایا سعودي مېشتو بهرنیانو ته حج اسانه دی؟

د نړۍ له لر و بره سعودي عربستان کې د حج مراسمو ته د مسلمانانو ورتګ دوام لري او حج ته چې د هجري قمري ذي الحجه میاشت کې پیلېږي، یوازې څو اوونۍ پاتې دي.

د نړۍ له لر و بره سعودي عربستان کې د حج مراسمو ته د مسلمانانو ورتګ دوام لري او حج ته چې د هجري قمري ذي الحجه میاشت کې پیلېږي، یوازې څو اوونۍ پاتې دي.

خو د نړیوال انفلاسیون او د ژوندانه د لګښتونو د ډېروالي له کبله د اسلام د دغې پنځمې فریضې ادا کولو لپاره د ناتوانه خلکو شمېر په ډېرېدو دی.

عباس احمد او مېرمن یې خدیجه هیلمن وو چې په ۲۰۱۳ کې حج وکړي، دواړو پیسې سپمولې چې د حج لګښتونه پوره کړي، خو د خپلې دغې هیلې د پوره کېدو نهیلیتوب خوا ته یې میلان ډېر شو، دا ځکه چې د ژوندانه لګښتونه او نرخونه لوړ شول.

۴۷ کلن عباس چې د سوریې حلب ښار په یوه څنډه کې د خیاطۍ د ورکشاپ څښتن هم دی وېیلي: «د سیمې د ۸۰ سلنه نورو وګړو پرتله مالي وضعیت یوڅه ښه دی، خو بیا هم هره ورځ د بیو د لوړوالي له کبله د حج لګښتونه نه شم پوره کولی».

د هغه مېرمن خدیجه وايي: «ښکاري چې د کعبې شریفې د زیارت کولو زموږ هیله باد یووړه،‌ سربېره پر دې زموږ بچیان لوی شوي او درسي لګښتونه او د ورځني ژوندانه مصرف یې هم لوړ شوی دی».‌

خو مصر کې بیا دارالافتا د هغو خلکو مالي ستونزو ته د حل لاره وړاندیز کړې چې غواړي حج وکړي، دوی فتوا صادره کړه په قسط ورکولو حج ورته ممکن کېدای شي او وېیلي یې چې له شرعي پلوه کوم باک نه لري چې یوڅوک دې د حج نیت لري، خو پیسې نه لري مګر په قسط اخیستو حج وکړي.

د حج لپاره مهم شرط‌ دا دی چې د مالي لګښت تر عهدې به یې وتلی شي، معنا دا چې د حج د لګښت لپاره به کافي پیسې لري.

له دې فتوا وروسته ګڼ هغه خلک خوشحاله شوي چې د حج نیت یې کړی و.

۶۰ کلن عصام چې ځان ابو ایوب معرفي کوي او مېرمن یې ام ایوب له شپږو کلونو راهیسې په جرمني کې اوسېږي، خو د ژبې او نورو ستونزو له کبله کار نه شي کولی،‌ ځکه نو د حکومت وړیا مرسته او ټولنیز خدمات ترلاسه کوي.

عصام وايي: «د دارالافتا فتوا به د ډېرو خلکو هیلې پوره کړي، خو له دېره بده مرغه، زما په شان خلک له دې طلايي فرصته ګټه وا نه شي اخیستی، ځکه چې زه د پور اخیستو جوګه نه یم، په دا چې کار نه شم کولی».‌

خو عباس او خدیجه بیا د حج لپاره د قسط او پور اخیستو په باب بل نظر لري.‌

عباس وايي: «حج پر هغه چا فرض دی چې وس یې ولري، او پور په دې معنا دی چې ګنې موږ د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي پیسې نه لرو،‌ او په هغه قرض باندې حج نه کېږي، چې د بېرته ورکولو لپاره یې باید څو کاله زیار وګالو».‌

دی وايي «ستونزه دا ده چې موږ اصلا د سپما لپاره هېڅ نه شوی بچت کولی،‌ مګر دا چې پور ورکوونکي ته اضافه ګټه ورکړو،‌ چې زما لپاره هېڅ د منلو نه ده او نه به دا کار وکړم».‌

ایا سعودي مېشتو بهرنیانو ته حج اسانه دی؟

که پر دې باور یاست چې په سعودي عربستان کې مېشت عربان او بهرنیان نېکبخته دي او په اسانۍ حج کولی شي، نو باید خپل نظر سر له اوسه بدل کړئ.

جمیله محمد د سعودي ریاض کې مېشته عراقۍ ده، چې هلته یې د اوسېدو ټیک ۱۰ کاله کېږي.

د ۴ ماشومانو دا مور وايي: «ښايي ځینې به پر دې باور وي چې ګنې موږ سعودي کې اوسېږي او مکې ته نژدې یو او د حج ادا کولو لپاره به ډېرو پیسو ته اړتیا نه لرو، خو دا بیخي برعکس خبره ده».‌

۴۱ کلنه دا ښځه زیاتوي: «دلته ژوند هېڅ اسانه نه دی،‌ د ښوونځي د ماشومانو فیسونه زښت ډېر لوړ دي، د یوه تن د اقامې کلنی فیس تر ۵۰۰۰ سعودي ریالو (نژدې ۱۳۰۰ امریکايي ډالرو) پورې رسېدلی، روغتیايي بیمه، د کور کرایه،‌ د برېښنا، انټرنېټ او ټیلیفون بېلونه او د ماشومانو د ورځنیو اړتیاوو لګښتونه او نور… ‌پوره کول کوم اسانه کار نه دی».

له شک پرته د سعودیانو او هغو لپاره چې د سعودي تابعیت لري اسانه دی، ځکه چې تنخاوې او مزدوري یې په عمومي ډول د سعودي مېشتو بهرنیانو پرتله لوړه ده.

د حج کاروانونه

سعودي ته د نړۍ له هر هېواده د ورتلونکو حاجیانو لګښتونه او فیسونه توپیر کوي.

تر ټولو ارزانه د حج لګښت د یوه بهرني حاجي لپاره ۱۲۰۰۰ سعودي ریاله (څه باندې ۳۰۰۰ ډالره) دی،‌ خو هغه چې حج کې نورې اسانتیاوې هم غواړي او سعودي کې مېشت وي لا ډېر لوړ دی.

له بهره سعودي ته د حج په نیت د ځینو ورتلونکو کسانو لګښت ان تر ۶۰۰۰ ډالرو هم رسېدلی شي.

سعودي عربستان هر کال د حج مراسمو کې حج او مکې ته د تللو لپاره ضرب الاجل ټاکي او له حج او عمره کوونکو پرته د کورنیو او بهرنیو زیارت کوونکو پر مخ د مدینې دروازې هم تړل کېږي.

دا کار ځکه کوي چې د حج په ورځو کې د ډېر ازدحام او د ممکنه ټېل ماټېل مخه ونیول شي او په ارام ډول د حج مراسم ترسره شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *