اجتماعی

د ترافیکي قوانینو عملي کولو اهمیت

که چېرې د ترافیکو ټول ګډونوال د تل لپاره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د تللو د بنسټیزو قواعدو په پام کې نیولو سره تلل را تلل کولاي او تل ددې په لټه کې وی چې ترڅو د خپل تګ سره نور ترافیکي ګډونوال له ګواښ سره مخ نه کړي اوهغوي ته ضرر او تاوان ونه رسوي او د امکان په صورت کې د هغوي د تګ خنډ نه شي یعنې په ټوله کې که چېرې د ګډونوالو تګ د تل لپاره تنظیم واې نو د ترافیکو پولیسو او ترافیکي کنترول ته به اړتیا نه وه.

پوهیالی امرالله ( ارغندیوال)
که چېرې د ترافیکو ټول ګډونوال د تل لپاره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د تللو د بنسټیزو قواعدو په پام کې نیولو سره تلل را تلل کولاي او تل ددې په لټه کې وی چې ترڅو د خپل تګ سره نور ترافیکي ګډونوال له ګواښ سره مخ نه کړي اوهغوي ته ضرر او تاوان ونه رسوي او د امکان په صورت کې د هغوي د تګ خنډ نه شي یعنې په ټوله کې که چېرې د ګډونوالو تګ د تل لپاره تنظیم واې نو د ترافیکو پولیسو او ترافیکي کنترول ته به اړتیا نه وه.
خو له دې کبله چې انسانان فوق العاده موجودات نه دي کله نا کله د سهوې او سرغړونو مرتکب کيږي نو اړینه ده چې د ترافیکي امن اونظم د ټینګښت لپاره د ترافیکو پولیس د ترافیکو ګډونوال د قانون او مقرراتو په رڼا کي په ترافیکې ساحوکې تنظیم کړي او تل هغوې د کنترول لاندې ونیسي تر څو د ټولنې هر وګړی دا قوانین او مقررات مراعات کړي.
د ترافیکو د څارنې او ګزموي خدماتو د تعلیمات نامې د حکم په اساس د ترافیکي کنټرول موخې په لاندې ډول دي :
۱: د واټ په سر د ترافیکي امن او نظم ټینګول.
۲: د واټ پر سر د ترافیکي پېښو مخنیوي کول.
۳: د واټ پر سر د ترافیکي روغ بهیر منځ ته راوړل.
۴: د ترافیکو د ګډونوالو له خوا د ټولو ترافیکي قواعدو مراعات کول.
۵: د ترافیکي ساحو څخه ډیره استفاده او د اړینو اسانتیاوو برابرول.
د ترافیکو پولیس د قانون سره سم د واټ پر سر ترافیکي ګډونوال، نقلیه وسایط او ترافیکی ساحه تر څار او کنترول لاندې نیسي.
۱ـ د ترافیکو د ګډونوالو کنترول.
ترافیکو پولیس باید د ترافیکو د ګډونوالو د کنترول پر محال لاندې ټکو ته کره پاملرنه وکړي.
الف ـ د ترافیکو د ګډونوالو فزیکي، رواني او د تللو راتللو حالت تر کنترول او څار لاندې ولري.
ب ـ د نقلیه وسایطو د چلوونکو جسمی، فکری روغتیا، د چلولو وړتیا او ځواک تر کنترول لاندې ولري.
ج ـ قانوني اسناد ( د چلولو اجازه لیک یا لایسنس ) په کره ډول کنترول کول.
پولیس د ترافیکو د ګډونوالو د کنترول پر محال له لاندې بېلابېلو شخصیتونو سره مخ کیږي او په اړه یې اړینې کړنې ترسره کوي.
۱ـ په ترافیکي مقرراتو پوه او ولاړ کسان چې د دندې له مخي د ترافیکو پولیس نه په تکلیفوي.
۲ـ هغه کسان چې دپولیسو مرستې ته اړتیا لري لکه ( بوډاګان، معلوله او ناتوانه کسان، ناروغ کسان… ) او هم دارنګه هغه کسان چې له لرې پرتو او کلیوالی سیمو څخه ښارته راغلي وي او د ترافیکي مقرراتو په اړه پوهاوی نلري.
۳ـ لټ کسان « سهل انګاره خلک » هغه کسان دي چې د خپلې نه پاملرنې او لټۍ له امله د پولیسو دندې ډیروي.
۴ـ هغه کسان چې جسمي، فکري او اخلاقي نیمګړتیاوې لري چې تل ترافیکي پېښې د دوي له خوا منځ ته راځي.
۵ـ هغه کسان چې خپل راتلونکي په پام کښې نه نیسي او تل خنډونه جوړوي خپل موټر په بې باکي سره چلوي.
۶ـ بی مروته کسان دا هغه خلک دی چې د خپل موټر له توان او ځواک څخه ناوړه استفاده کوي او تل کوښښ کوي په هر ځاي کې د لومړیتوب حق ولري چې د ترافیکي څارنې پر محال باید پولیس دوي ته ډیره پاملرنه وکړي.
۲ـ د نقلیه وسایطو کنترول.
دنقلیه وسایطو په کنترول کښې پولیس باید لاندې ټکو ته کره پاملرنه وکړي.
۱ـ د نقلیه وسایطو د عمومي حالت کنترولول: باید برکونه، اشترنګ، څراغونه، شاتنې آینې او دروازې له تخنیکي نیمګړتیاوو څخه خالي وي، دنقلیه وسایطو ټولې برخې په تخنیکي شرایطو او قبول شویو نورمونو سره سمبال وي.
۲ـ د نقلیه وسایطو قانوني اسناد
(جواز سیر)
ددې اسنادو له مخې په ډاګه کېدي شي چې آیا نقلیه واسطه پر واټ باندې قانونی تلل راتلل کوي یا دا چې موټر د بل چا ده او غلا شوی ده او یا یې د جواز سیر د اعتبار نیټه پای ته رسېدلې ده.
۳ـ د موټرو د محمولاتو او بار کنترول:
د نقلیه وسایطو بار یا محموله بایدکنترول شی ترڅو له منل شوي انډول څخه زیات نه وی او همدارنګه بار باید کلک تړل شوي وی، د جواز سیر دمقررې د حکم له مخې د نقلیه وسایطو د ابعادو اندازه په منل شوي نورم په لاندې ډول اټکل
شوي ده.
– عرض یا سور: د ټولو نقلیه وسایطولپاره تر ۵.۲ مترو پورې ټاکل شوي ده.
– طول یا اوږدوالی: بار وړونکو نقلیه وسایطو او بسونو لپاره ( ۱۲ ) مترو پورې ده.
– هغه نقلیه وسایط چې تریلر ( لوبای ) ولري تر ( ۲۰ ) مترو پورې ده.
– کش کوونکي ماشینونه تر ( ۲۴ ) مترو پورې دي.
– ارتفاع یا لوړوالی: د ټولو نقلیه وسایطو لپاره ار تفاع یا لوړ والی تر ( ۴ ) مترو پورې ټاکل شوې ده.
– مجموعی مجاز وزن: د ټولو بار وړونکو نقلیه وسایطو لپاره تر (۶۱.۵) ټنو پورې ټاکل شوی ده.
۳ـ د ترافیکي ساحې کنترول.
ترافیکي ساحې د لاندې لاملونو له کبله څارل کیږي:
الف ـ پر واټونو، د پلي تګ پر لارو او بایسکل چلولو پر لارو باندې د ګواښونو او خنډونو له منځه وړل.
ب ــ د واټونو له مخ او غاړو څخه د هغه خنډونو لرې کول چې د لیدلو ساحې یې تړلې کړی وي لکه: ونې، بوټي، ریکلامونه او داسي نور پولیس د مجسمو او ښکاره ګواښونو په لیدو سره چې ترافیکي امن اونظم ګواښوي د خپل مسئولیت او واک په درلودلو سره د هغو په له منځه وړلو کې اقدام کوي او که چیرې دیوه ګواښ ژر تر ژره له منځه وړل امکان ونه لری اویا داچې د ترافیکو د پولیسو له صلاحیت څخه لرې وي ګواښوونکي ځایونه په نښه کوي او دامنیتی پوښښ لاندې یې نیسي او له هغه وروسته اړونده ادارې یا ارګان ته دهغو په له منځه وړلو کې خبر ورکوي.
سرچینې:
ـ د ترافیکو قانون.
ـ د جواز سیر مقرره.
ـ د ترافیکو د ګزموی خدمتونو تعلیمات نامه.
ـ د ترافیکي پيښو د څیړنې د ستور العمل.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *