اسلامی

په اسلام کې د ژوندانه اصول

له ژوندانه نه پوره ګټه تر لاسه کول، په زړه پورې خوندونه اخیستل او واقعاً بریالۍ ژوندانه تیرول په ریښتیا سره چې ستاسې حق دي.

پوهنیار  ولی شاه «تره خیل»

له ژوندانه نه پوره ګټه تر لاسه کول، په زړه پورې خوندونه اخیستل او واقعاً بریالۍ ژوندانه تیرول په ریښتیا سره چې ستاسې حق دي.خو دا هله کیدای شي چې تاسې د ژوندانه پر اصولو وپوهیږۍ! د بریالی ژوندانه له اصولو او ادابو نه خبر اوسۍ او نه  یوازي دا چې تری خبر اوسۍ بلکه په عملي توګه پر دغو اصولو د خپل ژوندانه برابرولو او د ښکلي او ښایسته کولو په پرله پسی کوښښونو کې مشغول هم اوسۍ.

ادب او سلیقه، درنښت، پاکوالی او سپېڅلتیا، غوره او ښه انتخاب، ترتیب، او دخپلي سپېڅلتیا خیال ساتل، د ښکلا سره مینه او احساس، ښه راشه درشه او غوره اخلاق، همدردي او خیر غوښتنه، ښه خوي او خوږې خبرې، تواضع او عاجز خویې، ایثار او قربانې، بې غرضي او اخلاص، هوډ او خپلو کې، د مسوولیت احساس او استعداد، له خدایه ویره او تقوا، پر الله (ج) توکل او زړورتوب، دا د اسلامي ژوندانه هغه په زړه پورې نښۍ نښانې دي چې شته والۍ یې په کومن کې ژوند کې ښکلا او په خلکو کې داسې ژور محبوبیت پيدا کوي چې نه یوازې صحیح مسلمانان بلکه له اسلام سره نابلد انسانان هم بې واکه د هغه لوري ته راکرځي او عامه ذهنونه پردې سوچ کولو اړ کوي چې کوم انسانیت پال دین چې د ژوندانه ښکلي کولو او سمولو او د بې اندازۍ جاذبیت د خپلولو لپاره انسانیت ته دا ارزښتناک اصول او آداب  وربښې. هغه په ريښتیا سره د هوا او رڼا په څیر د ګرد بشریت میراث دي او بې له شکه د دی وړ دي چې ګرد بشریت د هغه د منلو پر اساس خپل ځانګړي او ټولنیز ژوندون په بریالیتوب سره اباد کړی، چې په نړۍ کې يې هم ژوندون د راحت، خوشحالي او د امن او عافیت څانګو شي او د اخرت په ژوندانه کې هم هغه څه ترلاسه کړې چې د کامیاب او فلاح میندونکي ژوندانه لپاره ضرورۍ دي.

د پاکوالۍ او سپيڅلتیا اداب:

الله تعالی هغه وګړي خپل دوستان ګڼي چې د پاکې او سپيڅلتیا پوره پوره خیال ساتي او د پيغمبر اکرم (ص) لارښوونه ده، پاکې او سپڅلتیا د ایمان  برخه ده چې سړی خپل روح پاک او صاف وساتي او د ایمان برخه دا دي چې د سړی د بدن د پاکې خیال وساتې د روح پاکوالې او صفایې دا ده چې د کفر او شرک او د ګناه او ګمراهیو له چټلیو نه وساتل شي او په صالح ګروهي ( عقیده) او سپيڅلیو اخلاقو ښکلي کړاۍ شي او د بدن پاکې او سپیڅلتیا دا ده چې له ظاهري پلیتیو نه په ساتلو یې د نظافت او سلیقې پر ادابو ښکلي کړاۍ شي.

له حضرت جابر (رض) نه روایت دي:

یوه ورځ پيغمبر اکرم (ص) د خبرو اترو لپاره زموږ خواته تشریف راووړ، هغه ولیدل چې یو سړی په ګرد او دوړو ککړ دي او ویښتان یې انجړ پنجړ ببر دي، وویل ایا له ده سره ګومنځ نشته چې خپل ویښتان پری ګومنځ کړی!

او یو بل سړی یې ولېد، چې جامې یې ډېرې خیرنې وې، هغه وفرمایل چې: آیا له ده سره هغه څیز هم نشته چې خپلې جامې پرې ووینځي او پاکې یې کړی؟

[مشکوه المصابیح]

د پاکی ادابو په لاندی ډول بیانیږی:

۱:د لامبلو په ځای کې د تشو متیازو کولو نه ځان وساتۍ په ځانګړي توګه چې د لامبو ځای ځمکه سمنټ شوي نه وي.

۲: له خوبه د راویښيدلو نه وروسته دي د لاسونو مینځلو پرته د اوبو په لوښي کې لاس نه وهي، څه معلومه ده چې په خوب کې یې لاسونه په کوم کوم ځای لګیدلي دي.

۳: په دسمال کې د بلغمو توکولواو مږلو نه ځانونه په کلکه وژغورۍ، دا ډیر بد عادت دي، مګر دا چې مجبوری وي.

د روغتیا آداب:

روغتیا د الله تعالی ستر نعمت دي او ستر امانت هم، د روغتیا ارزښت وپيژنۍ او په ساتنه کې یې هیڅکله بې پروايې مه کوۍ، یو ځلی چې روغتیا خرابه شي نو بیا په ډېره ګرانه بیرته ځای ته راځۍ، همدا رانکه ډېره کوچنۍ بې پروايې او کوچنۍ ناروغی ژوندون تباه کوي او پای ته یې کول د الله (ج) ناشکری هم ده او بې حسي هم.

۱: تل ترو تازه خوښ او خوشحاله تکړه او چالاک اوسۍ، د ښه خوي، ښو اخلاقو، موسکا او ژوندي زړیتوب په وسله ژوندون ښکلي او راښکونکي کړۍ، له غم، غوسې، بې ځایه فکرونو، کینې او حسد، تنګ نظری او مړ اویتوب او له د ماغی زورونی ځان وژغورۍ، دغه اخلاقی ناروغی او ذهنی پریشانی پر معده بده اغیزه کوي او د معدې ناروغی د روغتیا بدترین دښمن دي.

۲: د نشه لرونکیو شیانونه ځانونه وژغورۍ، نشه لرونکي شیان پر دماغ هم اغیزه کوي او پر معده هم، شراب خو حرام دي خو تر دې پرته کوم شیان چې نشه تری پيدا کېږي له هغو نه هم ځانونه وساتۍ.

۳: په هر کار کې د اعتدال او ساده ګی خیال ساتۍ، او بدنی کارو زیار کې په دماغۍ کارونو کې، په ازدواجۍ اړیکو کې، په خوراک څښاک کې، په ویده کیدلو او آرام کې، لنډه دا چې په هر څه کې اعتدال غوره ده، او په عبادت کې منځنۍ درجه څومره بهتره ده

اخیست ځایونه:

– قرانکریم

– سیرت النبی «ص»

– صحیح بخاری

– مسلم شریف

– مولانا محمد یوسف (اصلاحی)

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *