قطر په هلمند کې په ښوونيزه او روغتيايي برخه کې يو شمېر پروژې پلې کوي
هلمند کې د قطر هېواد د شاهي کورنۍ د غړي په مالي لګښت د دریو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې. دا پروژې د هلمند په جنوبي بهرامچې ولسوالۍ کي پلي کېږي چې، یو ښوونځی یوه مدرسه او یو روغتیایي مرکز پهکې شامل دي.

د بهرامچې ولسوال مولوي اسدالله عمري د قطر د شاهي کورنۍ د غړي حمد بن عبدالله بن محمد الثاني څخه مننه وکړه او ويې ووېیل، د دې پروژو په تکمیلېدو سره به د سیمې زرګونه کورنیو ته د پوهنیزو خدماتو د وړاندې کولو تر څنګ روغتیايي خدمات هم په ښه توګه وړاندې کېږي.
ورته وخت کې د سیمې خلکو د قطر د شاهي کورنۍ له غړي د دې مرستې هر کلی کړی او ويلي يې دي چې، دوی له پام غورځول شوي وو.
ځايي خلک له مسئولینو او خیریه بنسټونو څخه د روغتيايي مرکزونو، ښوونځیو او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
بهرامچه د هلمند د مرکز لښکرګاه جنوب لور ته په ۳۰۰ کېلومترۍ کي ليرې پرته سرحدي ولسوالي ده چې، د پاکستان هېواد سره ګډه پوله لري او اکثریت خلک یې په تجارت او سوداګرۍ بوخت دي.