افغانستان
شېخ ندیم: د مدرسو د اسنادو وېش کې فساد روان دی
د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم د یو شمېر دیني مدرسو مسئولین تورن کړي، چې د لیسانس سند د ترلاسه کولو لپاره د خپل فراغت جعلي اسناد وېشي.
د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم د یو شمېر دیني مدرسو مسئولین تورن کړي، چې د لیسانس سند د ترلاسه کولو لپاره د خپل فراغت جعلي اسناد وېشي.نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو خبرداری یې ورکړی چې د دا ډول کړنو عاملان به نیول کیږي او قانوني چلند به ورسره کیږي.اعلان شوی، چې د مدرسو د لویو دورو فارغانو ته د پوهنتونونو د لیسانس اسناد ورکول کېږي.له دې سره ویل کېږي، چې ډېرو خلکو د یادو اسنادو ترلاسه کولو ته مخه کړې او هڅه کوي د مدرسو په جعلي اسنادو د لیسانس اسناد واخلي.