اجتماعی

په کمزوري اقتصاد دبي وسوسره مرسته

څرګنده ده چې د رانسکور شوي جمهوريت په بهرنيو مرستو ولاړ اقتصاد دهغوي د تيښتي سره سم په ټپه ودريده او د افغان ولس له پاره يې زياتي اقتصادي ستونزي رامنځ ته کړي.

متین

څرګنده ده چې د رانسکور شوي جمهوريت په بهرنيو مرستو ولاړ اقتصاد دهغوي د تيښتي سره سم په ټپه ودريده او د افغان ولس له پاره يې زياتي اقتصادي ستونزي رامنځ ته کړي. خو اسلامي امارت دپرزيدلي حکومت د تشکيلاتي جوړښت ترڅنګ وتوانيده چې د اقتصادي برخي دبيا جوړني چاري سمبال او دهېوادوالو له پاره دستونزو دحل لار ولټوي.

هېوادوالوته جوته ده چې د اسلامي امارت لومړيو مياشتو ستونزي خورا زياتي وي ديوي خوا په دولتي اداروکې مالي بنسټ زيانمن شوي و او دبلي خوا د اشغالګرو هېوادو له خوا بانکي سيستم دويجاړتيا سره مخ و ځکه چې د افغانانو شتمني په غير قانوني توګه کنګل شوي او په اسلامي امارت باندي د اقتصادي بنديزونو ترڅنګ مرستي هم قطع شوي.

دغه راز اشغالګرو هېوادو د اقتصادي بنديزونو ترڅنګ د اسلامي امارت د رسميت پيژني په هکله ناوړه تبليغات او هڅي وکړي ترڅو په نړيوال ډګر کې د اسلامي امارت باور کمزوري او د اړيکو دپيوند په وړاندي خڼډونه او پلمي رامنځ ته کړي. خو اسلامي امارت چې دسوله ييز دريځ څخه برخمن دي وتوانيده په ډيره لږه موده کې دمناسب سياست په غوره کيدو سره نړيوالو ته دمتقابل ګټو دخونديتوب غيږ خلاصه کړه او دټولو هېوادو څخه يې وغوښتل چې د لاس وهني او پلمه ييزو هڅو پرځاي دي د اسلامي امارت سره دمتوازن سياست له لاري اړيکي ټينګي کړي ځکه د متوازنو او متقابلو ګټوخونديتوب دسيمي او نړۍ دهېوادو په ګټه او دسولي له پاره اړين بلل کيږي.

دي چاري ته درسيدو په لارکې اسلامي امارت عملي ګامونه پورته کړل او ديوشمير هېوادو سره يې دسيمي او نړۍ په کچه اړيکي په ښه کيدو دي همدا اوس د اسلامي امارت دوياند مولوي ذبيح الله مجاهد په تازه خپره شوي وينا کې راغلي چې اسلامي امارت دښه تعامل له مخي د اسلامي مارت دپيلوماتيکي استازوليو سره اړيکي شتون لري او اوس په 14 هېوادوکې د اسلامي امارت استازي په دندو بوخت دي تمه ده چې د اسلامي امارت د رسميت پيژندني په وړاندي د اشغالګرو هېوادو مستعميراتي تمه پاي ته ورسيږي او نړيوال يو په بل پسي په خپلواکه او آزاده توګه عملي ګامونه پورته کړي. ځکه اسلامي امارت درسميت پيژندني ټول اصولو پوره کړي او نړيوالو ژمنو ته ژمن پاتي شوي.

ښه به وي چې د افغانانو له پاره لاس ته راغلي چانس چې دهېواد دپرمختګ له پاره يې لارهواره کړي او دهري ورځي په تيريدو سره راپاتي شوي ستونزي په رغيدو دي هيله ده چې نړيوال د افغانانو دشل کلن جګړييز ناورين ته په کتو سره ددي وروسته دلاس وهني او فشار اچوني پرځاي انساني خوا خوږي ته راودانګي او دبي وسو او وزګارو هېوادوالو لاس نيوي وکړي. اسلامي امارت دويجاړ شوي اقتصاد سره سره په هېواد کې ديوشمير بي وسو هېوادوالو سره دمرستي کمپاين پيل کړي او هڅه کوي چې دی بهيرته ادامه ورکړي د اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني اخوند دهغو بي وزلو هېوادوالو سره په ليدو کتو کې مرسته وکړه چې د بيلابيلو ځايونو څخه را ټول شوي و اقتصادي مرستيال دهېواد په ملي پانګوالو غږ وکړو چې د انساني خوا خوږي له مخي دبي وزلو هېوادوالو سره مرسته وکړي او نړيوالو مرستندويه موسسي يې وهڅو لي چې په دي سختو شرايطو کې دمرستي لاس راوغزوي ترڅو دبي وزلو هېوادوالو ستونزي راکمي شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *