افغانستان

 روغتيا وزارت:د توبرکلوز ناروغي او پرې د ښځو د اخته کېدو کچه لوړه شوې

تاند: د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت وايي، په نري رنځ یا تبرکلوز د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی، چې له نیمايي زیات یې ښځینه دي.

تاند: د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت وايي، په نري رنځ یا تبرکلوز د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی، چې له نیمايي زیات یې ښځینه دي.

یاد وزارت د روغتیا نړیوال سازمان د ارقامو په حواله وايي ،چې هر کال تر ۷۵ زرو افغانان په نري رنځ اخته کېږي،چې تر ۵۶ سلنې   پورې یې ښځې دي.

روغتیا پالان وايي، تېر ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ د ناروغانو په شمېر کې درې سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د مالوماتو له مخې،اوس مهال په افغانستان کې نژدې ۸۵۰ روغتیايي مرکزونه د نري رنځ درملنې وسایل او اسانتیاوې لري.

له دې سره، روغتيا پوهان د فقر زياتوالی او د لازمې تغذيې نشتوالی پر توبر کلوز او نورو ناروغيو د خلکو د زيات اخته کیدو اصلي لاملونه بولي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *