سیاسی

آيا امنیت شورا کې بنسټيز سمون ممکن دی؟

لیکنه: ثناء الله عمران په لومړۍ نړيواله جګړه کې د فاتح هېوادونو مشرانو د نړيوالې سولې او امنيت د ټينګښت په موخه ۱۹۲۰ زیږدیز کال کې د ملتونو ټولنې(The League of Nations) بنسټ کېښود.

 

لیکنه: ثناء الله عمران

په لومړۍ نړيواله جګړه کې د فاتح هېوادونو مشرانو د نړيوالې سولې او امنيت د ټينګښت په موخه ۱۹۲۰ زیږدیز کال کې د ملتونو ټولنې(The League of Nations) بنسټ کېښود. په خپل شاوخوا دوې لسيزې عمر کې چې د کومې موخې یعنې دوهمې نړيوالې جګړې ته ورته موضوعاتو مخنيوي لپاره رامنځته شوې پاتې راغله. دوهمه نړيواله جګړه لا پای ته نه وه رسېدلې چې د هغه مهال متفقين( د دوهمې نړيوالې جګړې فاتحين) لومړی او دوهمې نړيوالو جګړو ته ورته جګړو د مخنيوي او یو شمېر نورو سرنوشت سازه موضوعاتو لپاره د یوه نړيوال دايمي څو اړخيزه ډيپلوماټيک جوړښت په هڅه کې شول. د متحدینو تر ډېرو هلو ځلو او اختلاف نظر وروسته بلاخره ۱۹۴۵ زيږدیز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان پر تأسیس سره جوړ شول.

هر کله چې خلک پوښتنه کوي آیا نن ورځ د ملګرو ملتونو شتون اغېزمن دی که نه؟ معمولاً د دوی نظر کې امنیت شورا وي.د ملګرو ملتونو سازمان د شپږو اصلي څانګو له ټولو مهمه يې امنیت شورا(Security Council) ده. د شورا مهم والی له دې امله دی چې د ټولو پنځلسو غړو له جملې پنځه دايمي غړو ته يې د دايمي امتیاز سربېره د ویتو(Veto) له ځانګړي امتيازه هم برخمن دي. یو شمېر څېړونکي وايي چې دا امتياز د يادو هېواادونو ترمنځ له نورو غړو سره د قدرت پر سر د اختلاف له امله دی؛ یعنې هغه مهال د امنیت شورا پنځو دايمي غړو ته دا ډول امتیاز منل په نړيواله کچه د قدرت انډول ته په کتو يو سياسي انتخاب وو، کوم حقوقي بنسټ نه لري. د نړۍ تر دوه قطبيتوب او یو قطبيتوب وروسته اوس مهال بېل نړیوال نظم(څوقطبيتوب) د شکل نیونې په درشل کې دی. نوي قدرتونه په نړيواله سياسي او اقتصادي صحنه کې راټوکېدلي، چې له همدې امله په ځانګړي ډول په امنیت شورا او یوشمېر نورو بین المللي بنسټونو کې د سمونو غوښتنه بیا بیا تکرارېږي.

امنیت شورا کې د سمونو د بهیر مخینه:

د ملګرو ملتونو سازمان له رامنځته کېدو لږ موده وروسته بیا تر اوسه په امنیت شورا کې د اصلاحاتو او چوکیو د عادلانه وېش موضوع په وار وار د بېلا بېلو هېوادونو او سازمانونو له لوري مطرح کېږي. له هماغه پېله یو شمېر هېوادونو د شورا پنځه دايمي غړو ته د ویټو د امتیاز د ورکړې سره مخالف دريځ نیولی.

تر دې مهاله په امنیت شورا کې د اصلاحاتو په تړاو په رسمي او غيرې رسمي ډول خورا ډېرې هلې ځلې شوي او لا دوام لري. په ۱۹۵۷ زيږدیز کال کې د لاتیني امریکا د ۱۷ هېوادونو لومړی رسمي وړانديز. په ۱۹۵۶ ز کال کې د ناپيلو هېواادونو خوځښت(د سړې جګړې پر مهال د شرقي او غربي بلاکونو تر څنګ دريم ستر محور وو) او ۱۹۶۳ ز کال کې د افریقا لوی وچې د یو شمېر هېواادونو لخوا په امنیت شورا کې د اصلاح او بدلون وړانديزونه وشول.

د سړې جګړې پر مهال او له هغه وروسته یو شمېر هېوادونه چې په بین المللي کچه په سياسي او اقتصادي صحنو کې د پام وړ اغېز لري، تقریباً په هره ډيپلوماټیکه غونډه کې د شورا په اړه د اصلاحاتو خبره کوي؛ او د نورو په پرتله ځان د دې جوګه بولي چې په امنیت شورا کې دايمي چوکۍ د ويټو امتیاز سره ورکړل شي، لکه څلور ډله(G4) چې د هند، برازيل، جاپان او جرمني څخه جوړه ده. د جي څلور سره په سيالۍ کې د اجماع لپاره د يووالي ډله(Uniting for Consensus Group) چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه جوړه ده، د څو کلونو راهيسې په امنیت شورا کې د پراخو اصلاحاتو ملاتړ کوي.

د امنیت شورا په جوړښت کې د بدلون په موخه د پخواني سرمنشي کوفي عنان لخوا وړانديز شوي اصلاحاتو باندې هم هوکړه ونه شوه.ممکن دې ته ورته به نور جوړښتونه په امنیت شورا کې د تغير لپاره کار کوي او خپل طرحي به لري، خو تر اوسه په ځانګړي ډول په امنیت شورا کې د بېلا بېلو اړخونو له هڅو سره سره بنسټیز یا معنی داره بدلون نه دی رامنځته شوی.

د ملګرو ملتونو د بین الدولتي سازمان د تأسیس څخه بیا تر اوسه امنیت شورا په جوړښت کې يو ځل معنی داره بدلون رامنځته شوی. دغه بدلون په کال ۱۹۶۳ کې رامنځته او ۱۹۶۵ کې پلی شو. یاد بدلون يوازې د شورا په نا دايمي غړو کې رامنځته شو، چې په دې سره د شپږو نادايمي غړو شمېر له شپږو لسو ته لوړ شو،نو له همدې امله د امنیت شورا ټول غړي له ۱۱ څخه ۱۵ ته لوړ شول.

د امنیت شورا د جوړښت د توسع په اړه څه مهال وړاندې واشنګټن پوسټ خبر خپور کړ،چې د امریکا متحده ايالات په امنیت شورا کې د بدلون په موخه پر نوې طرحه کار کوي، هغه کې احتمالي شپږ دايمي غړي د ويټو له امتیاز پرته د شورا د غړو په حیث په پام کې نیول شوې.خپرونې هغه مهال ليکلي وو چې واشنګټن د ملګرو ملتونو غړو سره د طرحې په اړه د هغوی د ملاتړ جلبولو په موخه په سلا مشورو بوخت دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبايډن د عمومي اسامبلې په (۷۸) مي کلنۍ غونډه کې وویل موږ په امنیت شورا کې د دایمي غړو د ډېريدا او د تجارت نړيوال سازمان له اصلاح ملاتړ کوو او په دې اړه مو لا له وړاندې سلا مشورې پيل کړي. که احتمالاً دا ډول سمونه په امنیت شورا کې رامنځته شي، تمه نه کېږي چې شورا دې د اوسني خنثی او بې باورۍ له حالته ووزي. ولې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالات په امنیت شورا کې د اصلاحاتو خبره کوي؟

په دې وروستيو کلونو کې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د ګڼ شمېر جګړو رامنځته کېدل، دا په ګوته کوي چې د امنیت شورا اوسنی جوړښت له تمې سره سم کار نه کوي. د نړۍ د سياسي واحدونو په منځ کې يې خپل اعتبار له لاسه ورکړی. د دغه سازمان اوسنی جوړښت د نن ورځې د بدلون په درشل کې د نړیوال نظام پېچلي واقعیتونه نه منعکسوي. د دوی په باور امنیت شورا خپل بنسټيزه دنده کې چې هغه د بین المللي سولې او امنیت ټينګښت دی پاتې راغلې،نو له همدې امله د شورا په جوړښت کې تغير اړين بولي.

دا چې اوس د امریکا متحده ایالات امنیت شورا او یو شمېر نورو سازمانونو کې له بدلون سره څه نا څه لېوالتیا ښيي، دا له دې امله چې د شورا پر جوړښت او چلند له ډېره وخت نیوکه کېږي چې ګواکي په ترکیب او تصامیمو کې یې عدالت په پام کې نه دی نیول شوی او نه نیول کېږي، نو دې ډول نیوکو ته د ځواب ويني هڅه؛ پر شورا د له منځه تللي باور بیا ځلي اعاده کول او شورا ته د دې وړتیا ورکول تر څو د نړۍ مهمو مسائلو ته رسېدنه وکړي، پرته له دې چې د امریکا مقام ته په کې کوم زیان ورسېږي.

همدارنګه د یادو اصلاحاتو له لارې هڅه کېږي راتلونکي احتمالي شکلي بدلونونه په امنیت شورا، نورو تجارتي او مالي بین لمللي سازمانونو کې به داسې بڼه رامنځته شي لکه څنګه چې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د هغه مهال د لویو ځواکونو ګټي چې په سر کې يې امریکا خوندي شوې وې.

تمه نه کېږي چې د ویټو له حق پرته د نویو دايمي غړو اضافه کول به د نړۍ په کچه د دې شورا د کار پر بهیر او د يو اړخیزو کړنو په مخنيوي کوم دپام وړ مثبته اغېزه ولري. هغه څه چې ښه ښکاره دي هغه دا دي چې په تېرو څو لسیزو کې په نړۍ کې ډیرې ګډوډۍ او شخړې د امریکایانو او د ويټو امتیاز د خاوندانو د یو اړخیزو او پارادوکسيکالو سیاستونو او کړنو له امله رامنځته شوې.

ځينې وخت امنیت شورا د ورته مهمو بین المللي مسائلو سره دوه ګونی چلند کړی ، چې ښه بېلګه يې په الجزایر او هایټي کې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۴ ز کلونو ټاکنې دي. په ۱۹۹۲ ز کال په الجزایر کې د اسلامي نجات جبهه په ټاکنو کې مخکښه شوه. د دې لپاره چې اسلامپالي د قدرت واګي تر لاسه نه کړي کودتا تر سره شوه، چې په پایله کې يې بې شمېره کسان مړه او زخمي شول او دولتي بنسټونو ته زیانونه واوښتل. د دوی له لوري پر ډيموکراسۍ دغه بربنډ تېری نه یوازې دا چې غرب ونه غندلو بلکې تر بېلا بېلو عنوانونو لاندې يې ملاتړ وکړ. دې ته یوه ورته وضعیت چې په کال ۱۹۹۴ ز کې په هایټي کې رامنځته شو، د امریکا په غوښتنه امنیت شورا یو پرېکنده پرېکړه لیک(۹۴۰) صادر کړ، چې ګواکې د هايټي فعلي وضعیت بین المللي سوله تهدید کوي؛ نو له همدې امله يې په هايټي کې د امریکا په مشرۍ د نظامي مداخلې جواز صادر کړ، تر څو وکولای شي پر واک د سر نظامیان وشړي او په تبعيد کې ولسمشر بیا راتګ ته زمینه برابره کړي. په دواړو مواردو کې ليدل کېږي چې د خلکو انتخاب له پامه غورځول شوی،خو یو ځای امریکا او د ويټو خاوندان له هغه ملاتړ کوي او بل ځای يې بیا په وړاندي درېږي.

په حقیقت کې ملګري ملتونه د جیوپولټيکي ترینګلتياوو کړېږي او ډيری غړي هېوادونه له مختلفو ګټو سره بین المللي نظم ننګوي.د ملګرو ملتونو سازمان د تأسیس د مهال څخه بیا تر اوسه پورې د امنیت شورا د پنځه دايمي غړو د ملي ګټو په خدمت کې دی. شورا د یادو غړو ترمنځ د ونډو د وېش پر سر د چنې وهلو په مرکز اوښتی. په لومړیو کې دايمي غړو هڅه کوله چې د نړۍ او هېوادونو تر سرنوشت پورې تړلي مهم مسائل شورا ته راوړي او حل لارې ورته پيدا کړي، له هماغه پيله سازمان د پنځو دايمي غړو او د هغوی د ملګرو هېواادونو د ګټو د خوندي کولو لپاره په یو وسيله واوښت. حتی ځينې وختونه به تر ډېرو چنو وهلو وروسته او په ښه ډول د ګټو د نه خوندي کېدلو له امله، دايمي غړو به د ويټو له امتیازه په ګټنه شورا د بوختې (بن بست) سره مخ کړله. خو په دې وروستیو کلونو کې امنیت شورا یو غیر فعاله وضعیت خپل کړی دی. د نړۍ په کچه یو شمېر مهم مسائل له دې وېرې چې ويټو نه شي، په بین المللي کچه يې مشروعیت تر سوال لاندې رانه شي او په نړيواله کچه يې په خلاف عامه افکار را ونه پارېږي؛ امنیت شورا بای پاس شوې، د بین المللي حقوقو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف د ځواک کارونې لپاره په یو اړخيز ډول مخامخ اقدام شوی، چې ښه بېلګه يې پر عراق او اوکراین د امریکا او روسيې يرغلونه دي. همدا ډول د فلسطین او غاصبو اسرائيلو د روانې جګړې په سوله يیز حل کې د یاد سازمان ناکامي او وسیلوتوب تر پخوا لا ښه ډاګيز کړل شو. باید څرګنده شي چې د امریکا له لوري مد نظر د دغو شپږو نویو چوکیو وېش به څومره عادلانه وي؟ د بېلګې په توګه آیا د نړۍ د ډېرۍ     وګړو رايه به مدنظر ونیول شي؟ آیا د اسلامي نړۍ ږغ به واورېدل شي؟د نړۍ هېواادونه باید دې ته متوجه وي چې د امریکا په مشرۍ ډله يیز غرب یو ځل بیا په بین المللي بنسټونو کې د سمونو رهبري خپل ولکه کې وانه خلي، له هغې ډلې نه امنیت شورا ته د خپل خوښي وړ هېوادونه داخل کړي؛ په دې سره د تصميم نیونې په نړيواله صحنه کې خپل موقعیت تثبیت کړي او د اوږده مهال لپاره خپلې ګټې خوندي کړي.

په بین المللي بنسټونو کې سمونې ممکن د امریکا لپاره یو وسيله شي تر څو د هغه څخه په ګټنه امنیت شورا ته مقصود غړي شامل کړي او د خپلو اصلي نړيوالو سيالانو د مهارولو لپاره ور څخه استفاده وکړي. په دې ورستیو کلونو کې د شرق تر نفوذ لاندې سازمانونو چټکه وده لکه بريکس او شانګهای سازمان چې د امریکا په مشرۍ د غرب اوږده نړيواله سياسي، اقتصادي او نظامي هېژموني او تفوق يې ننګولی. د همدغه سازمانونو د غړو له لوري په وارې وارې د امنیت شورا او بریټن وډز بنسټونو جوړښت کې د هغوی د بدلون غوښتونو ته په نه پاملرنې سره، د بديلو موازي جوړښتونو په پیاوړي کولو لاس پورې کړی،نو د دغه تازه راپورته شویو سازمانونو د ودې د بهیر پڅولو په موخه هڅه کېږي تر څو په امنیت شورا کې يو شمېر دوه محوره هېواادونو ته د د ايمي غړو د امتیاز د ورکړي له امله د شرق له محوره ليرې کړي.  آیا امنیت شورا کې بدلون په اړه جدیت شتون لري؟

د ملګرو ملتونو سازمان د هغو سازمانونو له جملې دی چې په سرنوشت سازو مسائلو کې د خپلواک عمل وړتیا نه لري، هم يې سرچينې او هم يې ځواک په غړو پورې تړلی دی؛ د یوه سازمان په حیث خپلواک تصميم نه شي نیولای او تر دې دمه لوی ځواکونه په دې توانېدلي چې په شورا کې د ريفورم مخه ډب کړي.

په مجموع کې دوه ډوله هېواادونه په امنیت شورا کې د بدلون په موخه په ډيپلوماټیکو او غير ډيپلوماټیکو صحنو کې ډېر فعاله دي. لومړی ډله هېوادونه چې په امنیت شورا کې د تغيير راوستلو په اړه ډېر فعاله دي، هغه هېوادونه دي چې د بېلا بېلو لاملونو له امله ځان د دې وړ بولي چې د شورا د نويو غړو په حیث ومنل شي. د بېلګې په ډول د بین المللي سولې او امنیت په برخه کې د ملګرو ملتونو سره رغنده ونډه لري، د ملګرو ملتونو سره پراخ مالي مرسته کوي، د سياسي او اقتصادي اړخه په غوره دريځ کې دي. دغه ډله هېواادونه د امنیت شورا له دايمي غړو سره هم په يو ډول نه يو ډول نژدې اړيکې لري.

دوهمه ډله هېوادونه چې په دې برخه کې فعاله دي هغه په خپله د امنیت شورا دايمي غړي دي. د ملګرو ملتونو د تاريخ په اوږدو کې که د امنیت شورا د بدلون په اړه که د دوی سياستونو ته وکتل شي، دا ور څخه جوتېږي چې په لومړیو کې يې په شورا کې د بدلون سره لېوالتیا نه ښودله او اوس چې کومه علاقه ښيي دا په امنیت شورا کې د هغه بنستيزو او معنی دارو تغييراتو په اړه نه ده، کوم چې هېوادونه یې په اړه تمه لري.

لومړۍ ډله او يو شمېر نور هېوادونه چې په امنیت شورا کې د بدلون غوښتونکي دي، دوی هم په شورا کې د بدلون پر سر سره یوه خوله نه دي، شورا کې د بدلون په موخه خپل طرحې او ليدلوري لري. په امنیت شورا کې بنسټيز تغيير د شورا په دايمي غړو پورې اړه لري، چې دا کار يې تر اوسه نه دی کړی او په نږدې راتلونکې کې هم تمه نه کېږي چې دې تغيير ته دې په آسانۍ سره غاړه کېږدي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي سرمنشي آنتونیو ګوټريش په ۲۰۲۲ ز کال کې له خبریالانو سره په خبرو کې ويلي وو چې د لومړي ځل لپاره، متحده ایالاتو او روسیې داسې اشارې ورکړې چې دوی په امنیت شورا کې د دایمي غړو د ډېرېدو سره موافق دي، مګر دی د ویټو امتیاز اصلاح کېدلو ته خوشبین نه دی.

نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۸ غونډه کې وويل اوس د دې وخت را رسېدلی چې دايمي څو اړخيز بین المللي بنسټونه ته د یویشتمی پېړۍ د اقتصادي او سياسي واقعيتونو پر بنسټ بیا کتنه وشي.

د کرملين ویاند ديمیتري پسکوف څه موده وړاندې ويلي وو چې په ملګرو ملتونو کې دې د اصلاحاتو په موخه خبرې پيل شي خو هغه زیاته کړې وه چې دا خبرې به پېچلې او اوږدې وي. همدارنګه د شورا د پراختیا په اړه د لویو او کوچنیو هېوادونو سره خپلي اندېښنې او بې اعتمادۍ موجودي دي. لوی هېوادونه په دې باور دی چې یوه لويه شورا د دوی لپاره اغېزناکه، د باور وړ او د کنترول وړ نه ده. کوچني هېوادونه بیا په دې باور دي که یو څو لوی قدرتونه شورا ته لار پیدا کړي بیا به هم دوی څنډې ته وي. د امنیت شورا د دايمي غړو ترمنځ د بین المللي سولي او امنیت په تړاو مسائلو پر سر د اختلاف سره سره د موجوده وضعي د ساتنې یعنې د دايمي غړو په شمېر کې نه بدلون په اړه د نظر یووالی سره لري.په دې سره يې په امنیت شورا کې د بدلون غوښتونکو تر منځ له اختلافه ګټه پورته کړې.

په پای کې په کلي ډول ويلی شو چې بین المللي نظام خپل انتقالي پړاو تېروي یعنې د ګذار په حال کې دی، هغه پړاو چې هم يې لوبغاړي او هم يې د بازۍ قواعد د بدلون په حال کې دي؛ نو تر څو چې یو باثباته بین المللي نظام رامنځته نه شي، د لوبغاړو رول، د هغه جملې د ملګرو ملتونو رول هم په ښه ډول معلوم نه دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *