افغانستان

ملګرو ملتونو د افغانستان د وروستیو زلزلو زیانونه اعلام کړل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل ټوېټر لیکلي: د افغانستان په څو ولایتونو کې دوه شپې وړاندې زلزلې ۶۶۵ کورونه ویجاړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل ټوېټر لیکلي: د افغانستان په څو ولایتونو کې دوه شپې وړاندې زلزلې ۶۶۵ کورونه ویجاړ کړي دي.

اوچا زياته کړه: په وروستۍ زلزله کې لږ تر لږه پنځه تنه مړه او ٦٥ تنه نور ټپيان شول.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي چې په بدخشان، بامیان، پنجشیر، پروان، کنړ، لغمان، ننګرهار، سمنګان او تخار ولایتونو کې شاوخوا ۶۶۵ کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.

د اوچا په وینا، د ارزونې او غبرګون ټیمونه په زلزله ځپلو سیمو کې اغیزمنو کورنیو ته د بیړنۍ مرستې رسولو لپاره ګمارل شوي دي.

باید وویل شي، چې د سه شنبې په شپه شاوخوا ۲۱:۲۰ د افغانستان لویه برخه زلزلې ولړزوله.

د امریکا د زلزلې مرکز ویلي، چې دغه زلزله د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې وه. د دغې زلزلې مرکز د بدخشان «جرم» ښار وو.

دغه مرکز همداراز خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په سهار د ریختر په کچه د ۵،۹ درجې یوې زلزلې د تاجیکستان شمال او د افغانستان شمال لویدیځې سیمې ولړزولې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *