افغانستان

د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره ترسره شوه

د کب په ۲۹ مه د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د جلال اباد ښار سراج العمارت په تاريخي بڼ کې د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره جوړه شوه، چې پکې د هېواد مرکز او ولایاتو څخه لیکوالانو، شاعرانو، دولتي ادارو رئیسانو، مسٶلینو او د کوزې پښتونخوا څخه راغليو شاعرانو پکې برخه اخیستې وه.

د کب په ۲۹ مه د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د جلال اباد ښار سراج العمارت په تاريخي بڼ کې د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره جوړه شوه، چې پکې د هېواد مرکز او ولایاتو څخه لیکوالانو، شاعرانو، دولتي ادارو رئیسانو، مسٶلینو او د کوزې پښتونخوا څخه راغليو شاعرانو پکې برخه اخیستې وه.
مشاعره د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنيف د نارنج ګل مشاعرې د تاريخ ترڅنګ په اهميت يې هم خبرې وکړې، ویې ویل: په لومړي ځل د نارنج ګل مشاعره په ۱۳۴۴ هـ ش کال په جلال آباد ښار کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست او د دې سيمې ادبپالو په زیار او نوښت ترسره شوه، چې په هر نظام کې دغه مشاعره پرته له ځنډه نمانځل شوې او ياد یې تازه ساتل شوی.
مولوي حنيف زیاته کړه: سږ کال مو په دې خاطر دغه مشاعره څو ورځې مخکې جوړه کړه، د روژې مبارکه مياشت پیلېږي او د دې مشاعرې څخه مو موخه او هدف فرهنګ، کلتور او ادب ته پراختيا ورکول دي.
مشاعره کې د کوزې پښتونخوا په ګډون د مرکز او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغليو شاعرانو او ترنم کوونکو خپل شعرونه او ترنمونه ګډونوالو ته واورول.
د مشاعرې په منځ کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست د تیاتر ممثلينو او پوهنې ریاست له لوري په زړه پورې تمثيلي پارچې هم نندارې ته وړاندې شوې، چې د خلکو د خوښۍ وړ وګرځېدې.
له غرمې مخکې د مشاعرې د لومړي برخې وروسته د ننګرهار د خطاطانو اتحادیې له لوري جوړ شوی نندارتون هم نندارې ته وړاندې شوه.
د مشاعرې دویمه برخه د غرمې له ۲ بجو وروسته پیل شوه، چې د ګڼو شاعرانو له لوري برابر شوي شعرونه ګډونوالو ته واورول شول او د ګډونوالو له لوري په تاودو غږونو بدرګه شول.
ورپسې په درېیمه برخه کې د نارنج ګل په ویاړ د رنګین ماښام مشاعره هم ترسره شوه، پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي چارو مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د افغانستان ملي رادیو تلوېزیون رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ننګرهار استخباراتو رئیس مولوي محمدالله ادریس، په جلال اباد کې د ایران سرقونسل صادق ابادي، نامتو شاعر علي اکبر پروانه، حماسي شاعر اکرام الدین مفتون، تنزیه شاعر جهانزیب جوهر سربېره ګڼو شاعرانو او د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو مسوولينو برخه لرله.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي چارو مرستیال او د افغانستان ملي راديو تلوېزیون رئیس د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې د نارنج ګل مشاعره یې په منظم ډول جوړه کړې.
دوی وویل: اسلامي امارت په خپله تېره دوره کې هم د داسې ملي مشاعرې جوړولې او اوس یې هم جوړوي. خوښ یو، نن د نارنج ګل مېله او مشاعره کې ګډون کوو، چې د سراج العمارت دغې تاریخي ودانۍ دې مشاعرې ته لا ښکلا وربخښلې.
دواړو مشرانو زیاته کړه: نارنج ګل د جلال آباد ښاېست دی او دا مشاعره یې د ننګرهار برم او عزم وباله.
د خبرو په پای کې د افغانستان ملي رادیو تلوېزیون رئیس له لوري ننګرهار عامه کتابتون ته يو شمېر کتابونه هم ډالۍ شول.
دغه د رنګین ماښام مشاعره د ماښام لمانځه وروسته پیل او د شپې تر ناوخته پکې ښکلي شعرونه او ترنمونه زمزمه کېدل.
د یادونې وړ ده، چې د یادې مشاعرې ټول مالي لګښت د جلال آباد ښاروالۍ پر غاړه اخیستې وه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *