افغانستان
سویډن کمېټې ننګرهار کې د بېرې ځنګل جوړ کړ
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د سويډن کمېټې له لوري د بېرې ځنګل د کرلو چارې بشپړې شوې.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د سويډن کمېټې له لوري د بېرې ځنګل د کرلو چارې بشپړې شوې.
د دغې کمېټې سرچینو ووېیل، چې د بېرې دا ځنګل د ده سرک اړوند احمد خېلو سيمه کې په شاوخوا ٦ هکتاره ځمکه کېنول شو، چې ٣ ميليونه افغانۍ مالي لګښت پرې راغلى.
د دې پروژې چارو شاوخوا ٣ مياشتې وخت ونيو او د سويډن نړيوالې پرمختيايي اداري يې مالي ملاتړ برابر کړى و. سرچینه زیاتوي، چې د بېرې دا ځنګل د دوامداره اوبه خور لپاره د لمريزې برېښنا منظم سيستم فعال شوى چې په دوو ذخيرو کې د شل زره ليترو اوبو ساتلو ظرفيت لري. دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار په ګډون د هېواد له مختلفو ځنګل لرونکو سیمو څخه د ځنګلونو د ناقانونه وهلو او قاچاق راپورونه ورکړل شوي.