جهان

پوتین په نااعلان شوي سفر ‹ماریوپول› ښار ته تللی

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په نااعلان شوي سفر د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په نااعلان شوي سفر د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی دی. پوتین په څرخي الوتکه کې د ښار د جنوب ختیځ ګڼې ساحې وکتلې او له ځايي خلکو سره یې خبرې وکړې. دغه ساحې د سختو جګړو له کبله ویجاړې شوې دي. د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین په سیمه کې د بیارغونې د چارو په اړه پوتین ته معلومات ورکول. پوتین تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې له خاورې سره د تور سمندرګي د ټاپووزمې کریمیا د الحاق د نهمې کلیزې په مناسبت کریمیا سیمې ته سفر کړی و. په ۲۰۱۴م کال کې د روسیې هغه اقدام غیرقانوني بلل شوی او په نړیواله سطحه غندل شوی دی. پوتین په داسې حال کې د اوکراین ماریوپول ښار ته په نااعلان شوي سفر تللی چې نړیوالې جزایي محکمې د اوکرایني ماشومانو د جبري اخراج له کبله د پوتین د نیولو حکم صادر کړ. محکمه وايي، د دې حکم معنی دا ده که پوتین د دې محکمې د ۱۲۳ غړو هېوادونو هر غړي هېواد ته داخل شي، نیول کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *