اجتماعی

د نيالګيو د کښېنولو ترڅنګ سمبالښت يې اړين دي

پسرلي د کال ښکلي او زړه را ښکوونکې موسم شميرل کېږي چې د ځمکې په سر ټول موجودات يي په راتلو سره نوي خوځښت پيلوي او د ښکلا لمن يي د غرو او رغو ورخوريږي همدا وجهه ده چې سپيري او خړي دښتی د پسرلي په راتګ سره په شنو او رنګارنګ ګلانو پوښل کېږي. پسرلي د طبعي جوړښت او مناسبي هوا له کبله ميشت وګړو ته ددي لار هواروي چې په خپل چاپيريال ساتنه کې داسې ګامونه پورته کړي چې سيمه يې

متین
پسرلي د کال ښکلي او زړه را ښکوونکې موسم شميرل کېږي چې د ځمکې په سر ټول موجودات يي په راتلو سره نوي خوځښت پيلوي او د ښکلا لمن يي د غرو او رغو ورخوريږي همدا وجهه ده چې سپيري او خړي دښتی د پسرلي په راتګ سره په شنو او رنګارنګ ګلانو پوښل کېږي. پسرلي د طبعي جوړښت او مناسبي هوا له کبله ميشت وګړو ته ددي لار هواروي چې په خپل چاپيريال ساتنه کې داسې ګامونه پورته کړي چې سيمه يې
د ښکلا ډګه او د هر رنګه ککړي هوا څخه وژغورل شي. د پسرلي موسم ځمکې ته داسي قوت وربخښي چې کښينول شوي نيالګي په ثمر راولي او د خزان وهلوونو په شنو کېدو کې د طبعت ښکلا لاپسي زياته او د وګړود خوښي او خوشحالي لامل وګرځي. يو شمير هيوادوال چې پرته د کرکېلي څخه په نورو کارونو بوخت وي. يوازي او يوازي د شنو شينلو او ګلانو د غوټيو د راسپړني څخه خوند اخلي. خو د کرکېلي خاوندان بيا د خپلو مځکو څخه ډول ډول خوراکې توکو له پاره د پسرلي موسم مناسب بولي او د کرکېلي سامان آلاتو په برابرولو کې ګام پورته کوي. ډيري هيوادوال د پسرلي په راتګ سره چې نوي کال هم ورسره اوږه په اوږه راروان دي. غوره ګڼي چې د خپل تيرکال په کړو وړو نظر واچوي او د نيمګړتياو په پوره کوني سره نوي کال له پاره داسي لاري ولټوي چې د تير کال په پرتله پکښي زياتي لاس ته راوړني ترلاسه کړي. ښه خبره ده چې د هيواد او سيدونکې د ټولنيز ژوند په برخه کې د هوسايني له پاره خپلو تشو او نيمګړتياوته په کتو سره مناسبي طرحي جوړي او په عملي کېدو کې يي عملي ګامونه پورته کړي. ليدل کېږي چې د پسرلي د راتګ ترڅنګ نوي کال هم رارسيدونکې دي. د پسرلي او نوي کال د رارسيدو له امله هر کال يوه اندازه نيالګي د هيواد په مختلفو سيمو او پارکونو کې کله داحشر له لاري او کله هم په ځانګړي توګه کښينول کېږي خو د بده مرغه په خواشيني سره ويلي شو چې ډيري کښينول شوي نيالګي د مسولينو د نه پاملرني له امله د بل پسرلي تر رارسيدو مخکې وچ او له مينځه تللي وي که دي تشي او نيمګړتيا ته په جدي او پرله پسي توګه پاملرنه ونه شي نو شوني ده چې نوي نيالګي به هم د وچېدو سره مخ شي.
غوره به وي چې د نيالګو د کښينولو ترڅنګ بايد د نيالګيو او په ځينو سيموکې چې د ښار د ښکلا له پاره په ګلدانونو کې ګلان کښينول شوي وي پالنه وشي ترڅو د تيرکال ګلان خپلي غوټي راوسپړي او د نوي کال له پاره په هغو ځايونو کې د نيالګيو او ګلانو د کښينولو له پاره بندوبست وشي په کوم ځاي کې چې هيوادوال تري په پوره پيمانه خوند اخلي.
باوري يو چې د هيواد د سرسبزي مسولين به د نويو نيالګيو د کښينولو ترڅنګ د هغو نيالګيو د سمبالښت له پاره مناسبي او عملي لاري ولټوي ترڅو د يوه کال نيالګي د نورو کلونو د نيالګيو سره يوځاي د هيواد په شنه کېدو او ښکلا کې راوټوکېږي. د اسلامي امارت مسولين چې دا مهال د پسرلي د رارسيدو له امله د نيالګيو په کښينولو کې بي دريغه مرسته نه سپموي وړاندوينه کوي چې هيوادوال دي په خپلو سيمو کې د نيالګيو په کښينولو کې برخه واخلي ترڅو هيواد مو د نورو ټولنيزو اسانتياو د ترلاسه کولو ترڅنګ د يوه ښکلي او زړه راښکوونکې هيواد څخه برخمن شو. هيواد د ټولو هيوادوالو ګډ کور دي ددي کور اباديدل او په برمختيايي چاروکې وڼډه اخستل د هر هيوادوال ايماني او اسلامي دنده ده موږ چې په دي هيواد کې ژوند کوو بايد په سمسورتيا کې يي ځانونه نانګاره نه کړو او دي ته ونه ګورو چې بل څوک به زموږ هيواد راجوړ او يا د ښکلا او سمسورتيا په برخه کې به د مرستي لاس راوغزوي. اړينه ده چې په خپلو مټو هيواد اباد او سمسور کړو ترڅو د ښه ژوند څخه برخمن شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن