افغانستان

د هلمند- کابل ترمنځ VIP ماډل مسافر وړونکو بسونو فعالیت پیل کړ

د دغه ولایت د ترانسپورټ ریاست د عوايدو آمر مولوي ګلاب باختر آژانس ته وویل، چې دغه بسونه د احمد شاه بابا ابدالي شرکت هملند ته وارد کړي، چې د هلمند – کابل ترمنځ به فعالیت کوي.

د دغه ولایت د ترانسپورټ ریاست د عوايدو آمر مولوي ګلاب باختر آژانس ته وویل، چې دغه بسونه د احمد شاه بابا ابدالي شرکت هملند ته وارد کړي، چې د هلمند – کابل ترمنځ به فعالیت کوي.
نوموړي د یاد شرکت د دغه اقدام ستاينه وکړه او ويي ویل، چې دغه بسونه به د ترانسپورټ ریاست له قوانینو سره سم خپل فعالیتونه کوي.
د هغه په خبره، د اسلامي امارت په راتګ سره تراسپورټي آسانتیاوې د پخوا په پرتله زیاتې شوې او پر لویو لارو د غیر قانوني پیسو د اخیستلو مخه هم نیول شوې ده.
ورته مهال د یاد شرکت د هلمند څانګې مسوول عبدالهادي هلمند وویل، چې دغه بسونه یې تازه هېواد ته راوارد کړي، چې ګڼې آسانتیاوې لري.
اخوا د هلمند اوسېدونکي او یو شمېر موټر چلوونکي د یادو بسونو پر فعالیت خوښي ښیي، خو د دغې لویې لارې د جوړولو غوښتنه کوي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *