افغانستان

د اطلاعات او فرهنگ د ځوانانو معین: ځوانان دې هېواد کې پاتې شي او په آبادۍ کې دې یې برخه واخلي

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځوانانو چارو لپاره د شته فرصتونو تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې وویل، چې ځوانان باید په هېواد کې پاتې شي او په آبادۍ کې دې یې برخه واخلي.

راشد دغه راز زیاته کړه، چې د افغانستان دښمنان او د نړۍ کفار نه غواړي، چې زموږ سیاست، سوداګري، کرهڼه، تعلیم او اقتصاد پر مخ لاړشي او د له منځه تلولپاره یې هڅې کوي.
نوموړي وویل، چې موږ باید چاته محتاج ونه اوسو خپل ډاکټر، انجنیر او په هره برخه کې تعلیم یافته ځوانان لرو.
ورته مهال په دې غونډه کې د کونړ مرستیال والي عبدالله حقاني ځوانان د سبا واکداران او مسوولین یاد کړل او له هغوی یې وغوښتل، چې د خپل هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي، ترڅو د نورو سره سیال شو
په همدې حال کې د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریس مولوي نجیب الله حنیف وویل، چې اسلامي امارت د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې ځوانانو ته د زده کړو او کار زمینې برابرولو ته ژمن دی.
د غونډې په پای کې آزاد بحث ترسره شو، چې په کې د ګڼو ځوانانو پوښتنو ته د قاري محمد یونس راشد له خوا ځوابونه ورکړل شول.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *