افغانستان

له افغانستان، ايران او روسیې سره د پاکستان تجارت

د پاکستان سوداگرۍ وزارت ويلي چې ځانگړي مقررات یې تصويب کړي چې له مخې یې له افغانستان، ايران او روسیې سره د ځينو توکو چې تېل او گاز پکې شامل دي، «جنس په جنس» راکړې ورکړې ته اجازه ورکړل شوې ده.

د پاکستان سوداگرۍ وزارت ويلي چې ځانگړي مقررات یې تصويب کړي چې له مخې یې له افغانستان، ايران او روسیې سره د ځينو توکو چې تېل او گاز پکې شامل دي، «جنس په جنس» راکړې ورکړې ته اجازه ورکړل شوې ده.

په داسې حال کې چې پاکستان د بهرنيوو اسعارو يوازې دومره زيرمې لري چې د يوې  میاشتې د وارداتو بيه پرې کړای شي، حکومت یې هڅه کوي د بيو پرې کولو پر بحران برلاسی شي او انفلاسيون يا د پېسو پاړسوب کنترول کړي چې تېره میاشت نزدې ۳۸ فيصدو ته په لوړیدو سره د ريکارډ کچې ته رسيدلی وو.

دا مقررات چې سوداگري په سوداگرۍ ماډل [بارتر] بلل کېږي، د جون مياشتې له لومړۍ نېټې څخه یې هغه توکي په يوه نوملړ کې شامل کړي چې د جنس په جنس تبادله وړ دي. دولتي او خصوصی شرکتونه به په دغه مېکانېزم کې د شاملېدو له پاره جواز ته اړتيا ولري.

وچه او تازه مېوه، ترکاري، منرالونه او فلزات او ډبرو سکاره هغه توکي دی چې پاکستان کولی شي د دغه تجارتي ماډل په ترڅ کې یې له افغانستانه وارد کړي.

په اپرېل میاشت کې له روسیې څخه په لومړي ځل د تخفيف شويو تېلو تر رانيولو وروسته د پاکستان د پتروليم وزير مصدق ملک، رويترز خبري آژانس ته ووېيل چې پاکستان به د تړون له مخې له روسیې يوازې خام مواد وپيري او نه تصفيه شوي مواد.

مشخصه شوې نه ده چې د تېلو په بدل کې به بيه څرنگه پرې کېږي خو ملک وېيلي چې که لومړۍ راکړه ورکړه بې له کومې ستونزې پر مخ لاړه شي نو پيرودنه به د ورځې ۱۰۰ زره بېرل ته لوړه کړل شي.

د د کيلر شنونکي شرکت د شمېرو په حواله تېر کال پاکستان له روسیې څخه د ورځې ۱۵۴ زره بيرله خام تېل وارد کړي چې دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله لږ بدلون ښيي.

په می مياشت کې د پاکستان د تېلو سوداگرو ټولنې شکايت وکړ چې په پاکستان کې پلورل کېدونکي تر ۳۵ سلنه ډېر ډیزل له ایرانه قاچاق شوي دي.

د پاکستان حکومت همدا راز له افغانستان سره هم د اوړو، غنمو او سرې د قاچاق د مخنيوي حکم صادر کړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *