افغانستان

د افغانستان بانک: له نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د چاپ تړونونه شوي د رياست الوزرا کفیل او سیاسي

د ریاست الوزرا کفیل او سیاسی مرستیال  د افغانستان بانک له عمومي رئیس هدایت الله بدري سره په کتنه کې د افغانستان بانک د وروستیو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا کفیل ته مالومات ورکړل او ویې وېیل چې د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي او په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو ستونزې هم هوارې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې له معتبرو نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د چاپ نوي تړونونه لاسلیک شوي، چې په لوړ کیفیت به افغانۍ چاپ کړي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان بانک ګومارنې او کړنې له نړیوالو معیارونو سره سمې روانې دي، چې له همدې امله د افغانستان بانک په ښه وضعیت کې دی.

په ورته وخت کې  د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال د افغانۍ ارزښت ساتلو له امله د افغانستان بانک د مسوولینو هڅې وستایلې او ویې ویل چې د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت ساتلو برخه باید کاري لومړیتوب وګرځوي او همداشان پولي سیاستونه له معیارونو سره سم په تخصصي ډول ترسره کړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ پراختیا او وده اړتیا ده، چې باید ډېره پاملرنه ورته وشي.

د یو بل خبر له مخې د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د روزګان له والي مولوي محمد علي جان احمد سره وکتل.

د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د شهیدانو کورنیو او د معلولینو لاسنیوي ته د ځانګړې برنامې له لارې پام کوي، چې د روزګان ولایت ته به په کې ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه، په لرې پرتو سیمو کې لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی د خلکو حق دی او ټولې اړونده ادارې به محرومو سیمو ته متوجه وکړي.

مولوي عبدالکبیر په روزګان ولایت کې د سیمه ییزو ادارو د چارو د سمون په موخه والي ته لازمې لارښوونې وکړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *