سیاسی

د حوت (کب) میاشت او ورسره تړلي یادونه

یو انسان په ژوند کې په سلهاوو زره خبرې وکړي، او داسې کړنې ترسره کړي چې د وخت په تېريدو سره هېرې شي خو د ژوند په بهیر کې کله بیا یوه داسې خبره هم وکړي؛ یا کړنه ترسره کړي چې هغه د تاریخ باب و ګرزي، دغه راز په یوه انسان، یوه قوم او یوه ملت باندې کلونه او عمرونه تېر شي؛ یا هېر شي

لیکونکی: الحاج غلام جیلاني «حق پرست»
یو انسان په ژوند کې په سلهاوو زره خبرې وکړي، او داسې کړنې ترسره کړي چې د وخت په تېريدو سره هېرې شي خو د ژوند په بهیر کې کله بیا یوه داسې خبره هم وکړي؛ یا کړنه ترسره کړي چې هغه د تاریخ باب و ګرزي، دغه راز په یوه انسان، یوه قوم او یوه ملت باندې کلونه او عمرونه تېر شي؛ یا هېر شي او یا د تاریخ په یوه تیاره ګوټ کې خوندي شي، خو د ژوند یوه نیمه شېبه بیا داسې هم وي چې د ټولنې او تاریخ په حافظه کې د اسې ثبت او وځلېږي چې هېرول او له پامه غورځول یې ډېر زور غواړي، بلکه ناشوني وي.
دغه راز د ځمکې کره ډېره پراخه ده، ډېر مساحت لري، خو یو نیم ځای پکې د ویاړونو او عظمتونو څلی شي یا بدر، احد، خیبر، او قادسیه شي او یا میوند شي، شاهي کوټ شي، توره بوره شي.
بې شمېره انسانان شاعران شي، په زرګونو بیتونه ولیکي، خو د وخت په تېرېدو سره یو مخ یا په نسبي ډول له حافظو څخه کډه وکړي، یو نیم بیت بیا د ملالۍ ټپه شي چې ماتې ته نژدې لښکر ته روحیه ورکړي، احساسات یې را ژوندي او قدمونه یې ګړندي کړي او د سوبې درشل ته یې ورسوي.
انسانان بې شمېره عادي خبرې، ویناوې، نصیحتونه او وعظونه وکړي، خو د وخت په تېرېدو سره د هېرې کندې ته لاهو شي، خو د خوست د هغه مجاهد طالب خبره به تر قیامته ژوندۍ، په حافظو کې ثبت او تل نوې او تازه وي چې د امریکایي اسیر عسکر “برګډال” د تبادلې په مهال یې هغه ته وویل :” افغانستان ته بیا رونشې”.
هو! لکه چې ومو ویل ځینې ورځې د خپل تاریخي اهمیت له کبله د انسانانو په حافظه کې د تل لپاره ثبت وي، د هجري لمریز کال وروستۍ یعني د حوت یا کب میاشت هم د افغانستان د تاریخ د څو مهمو پېښو له امله یو ځانګړی باب او بېلابېل فصلونه لري.
کله چې د پخواني شوروي اتحاد سرولښکرو د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د جدي د میاشتې په ۶مه نېټه د ټولو نړیوالو اصولو، بشري او بین الدول حقوقو په پایمالولو سره پر افغانستان باندې یرغل وکړ او زمونږ هېواد یې اشغال کړ؛ نو لایې دوه میاشتې هم نه وې تېرې شوې چې د همدغه کال د حوت د میاشتې په ۳ نېټه کابل ښاریان د شپې له خوا د خپلو کورونو بامونو ته را وختل د «الله اکبر» د ملکوتې نارې په پورته کولو او د روسانو او کمونستانو په ضد شعار ورکولو سره یې د کرملین د واکمنانو او داخلي کمونستانو په ضد خپله کرکه او نفرت څرګند کړل، په سبا یې د کابل ښار په واټونو کې لاریونونه په لاره واچول، هو د دغه لاریون کوونکو په مقابل کې روسانو او د دوی لاسپوڅو له ډېر وحشت او قساوت څخه ډک غبرګون و ښود، د تاریخ د یوې اتلې افغانې ناهید خور په شمول یې د یو شمېر مسلمانو خویندو او وروڼو سینې په مرمیو غلبېل کړې، خو د کرملين دواکمنانو، سره پوځ د جنرالانو او داخلي کمونستانو په غوږونو کې هم د خطر لمړي زنګ انګازې وکړې.
د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د حوت د میاشتې په ۲۴مه نېټه زمونږ مسلمانو او مجاهدو هراتي وروڼو په یوه غږ د کمونیزم د پوچې ایډیالوژي د لارویانو په خلاف پاڅون وکړ، چې کمونستانو د خپل فطري او دایمي خصلت له مخې د دغه پاڅون په وړاندې هم په ډېر وحشت او بربریت سره غبرګون وښود، څلرویشت زره هراتي مسلمانان یې له خپل دین، هېواد او استقلال سره د مینې او ملاتړ په جرم پخپلو پاکو وینو ولمبول.
هو! زمونږ هراتي وروڼو په خورا غیرت او متانت سره خپل سرونه د سرو کمونستانو مرمیو ته سپرکړل خو ورته ټیټ یې نه کړل.
د شوروي یرغل او سره پوځ ترماتولو او شړلو او د تنظیمي انډوخر ټوپک او پاټک سالاري له منځه وړلو وروسته چې افغانانو لا یوه ګړۍ هم د آرام ساه نه وه اخیستې د امریکا په مشرۍ د وخت یو بل فرعوني لښکر د خپلو نړیوالو او سیمه ایزو غلامانو په ملتیا زمونږ د لرغوني هېواد افغانستان د نیولو، د دوی د اسلامي واکمني، نظام او قانون له منځه وړلو او د دې غیرتي ولس اېلولوته بډې راونغښتلې. هو یو نیم لک صلیبي لښکر د خپلو بې شمېره تر کټوې ګرمو څمڅو په ملتیا زمونږ د هېواد ځمکه او فضا اشغال کړه، بشري قصاب جورج بش اعلان وکړ چې د طالب لپاره به یا مرګ وي یا زندان دریم ټکی پکې نشته. دنیا به یا له مونږ سره وي او یا دده په اصطلاح له تروریزم سره، بېطرفي د منلو نه ده.
هو! د صلیب لښکرو زمونږ هېواد اشغال کړ د افغانستان اسلامي امارت یې له منځه تللی اعلان کړ خو د ډېر لږ وخت په تېرېدو سره د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدینو په خپله ستراتیژي سره ثابته کړه چې اسلامي امارت سقوط نه دی کړی، بلکه یو تاکتیکي سکوت یې غوره کړی دی چې د ډېرو لږو ورځو له تېرېدو وروسته د اسلامي امارت اتلو غازیانو د شهید بن شهید قوماندان ملا سیف الرحمن “منصور” په مشري د ناټوخیلو په خلاف د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د شاهي کوټ د آسمانڅکو غرونو په لمن کې لمړنی جهادي سنګر پرانیست، او د ۱۳۸۰ هـ ش کال د حوت د میاشتې په ۱۱ نېټه یې د صلیبې لښکر په خلاف جهادي عملیات پیل او پر بې شمېره یرغلګرو یې میاندې بورې ا و د ویتنام خاطرې یې ور څخه هېرې کړې.
هو! شهید بن شهید قوماندان ملا سیف الرحمن “منصور”، قوماندان ملا فدامحمد “جواد”، شهید قوماندان مولوي محمد یوسف او ملګرو یې خپل سرونه د خدای(ج) د کلمې د لوړولو په پار قرباني کړل، خو اسلامي امت ته یې د جهاد او کفري لښکرو سره د مقابلې یو روڼ مثال قائم او یوه نوې روحیه او هیله وروبښله او په افغانستان کې د امریکایي استکبار د ماتې منلو او له دغه هېواد څخه د وتلو تړون چې د دوی لپاره د زهرو له غوړپ څخه کم نه وو، هم د ۱۳۹۸ هـ ش کال د همدغه حوت د میاشتې په ۱۰ نېټه د امریکا د حکومت او د افغانستان د اسلامي امارت د استازو ترمنځ د قطر هېواد په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو، چې په نتیجه کې یې کفري لښکرو په داسې حال کې چې د ماتې تورداغ یې په تندي باندې له ورایه برېښيده له افغانستان څخه پښې سپکې کړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *