اخبارافغانستان

۱۷ بهرني سیلانیانو د پروان توپ درې څخه لیدنه کړې

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر عتیق الله صافی د توپ درې سټوپې د تاریخي شالید او ارزښت په اړه یادو سیلانیانو ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي؛ د توپ درې سټوپه یو له تاریخي ابداتو څخه ده، چې دوه زره کاله تاریخي مخینه لري.

نوموړي زیاته کړې، د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره ژمن دی او هڅه کوي ترڅو لا ډېرې اسانتیاوې برابري کړي.

همدارنګه صافي ویلي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره ژمن دی او کوښښ کوي ترڅو ورته لا زیاتې اسانتیاوې برابري کړي.

سیلانیانو پروان ته د خپل سفر موخه، د تاريخي او لرغونو ځايونو ليدنه یاده کړې او ویلي يي دي؛ افغانستان په نړۍ کې تر ټولو په زړه پورې سیمه ده او د افغانستان لرغونی تاريخ مونږ دې ته اړ کړو ترڅو دلته راشو.

یادو سیلانیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هرکلي څخه مننه کړې او له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو یې غوښتي، چې افغانستان ته سفر وکړي او له لرغونو او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *