افغانستان

ننګرهار کې له ۹ زره جریبه ځمکې کوکنار اړول شوي

د کورنيو چارو وزارت د نېشه يي توکیو پر وړاندې د مبارزې معيين ملا عبدالحق اخندزاده په ننګرهار کې له شاوخوا ۹ زره جریبه ځمکې څخه د کوکنارو فصل د اړولو خبر ورکړ.

د کورنيو چارو وزارت د نېشه يي توکیو پر وړاندې د مبارزې معيين ملا عبدالحق اخندزاده په ننګرهار کې له شاوخوا ۹ زره جریبه ځمکې څخه د کوکنارو فصل د اړولو خبر ورکړ.
نوموړي په ننګرهار کې د نیشه یي توکیو خلاف جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د اسلامي امارت د عمومي مشر امير المؤمنين شيخ الحديث هبت الله اخندزاده فرمان اورولی او له خلکو یې غوښتي، چې د نیشه یي توکیو کښت، کارو بار او استعمال نه ډډه وکړي.
نوموړي ادعا وکړه، چې په ننګرهار کې يې ۹ زره جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې، چې په نازيانو، سپین غر او اچين ولسواليو کې په کمه اندازه پاتې او ډېر ژر به پاکه شي.
هغه زیاته کړه، چې ننګرهار کې يې پر نېشه يي توکو روږدي څلور زره کسانو درملنه کړې او اوسمهال درې سوه کسان تر درملنې لاندې دي.
دی وايي، چې کابل ښار څخه يې شاوخوا اوه زره په نېشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړي او وايي چې په ټول هېواد کې ۳ ميليونه افغانان پر نېشه يي توکو اخته دي، چې د يو منظم پروګرام په ترڅ کې به يې درملنه تر سره او ورته به د کاروبار زمينه برابره شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *