افغانستان

کډوالو وزارت:  اروپایي هېوادونه  د انساني قاچاق د شبکو په اړه خپل مسوولیت نه ادا کوي

  د کډوالو چارو وزارت له اروپایي هېوادونو غواړي، چې دغو هېوادونو ته د افغان کډوالو د وړونکو انساني قاچاقبرانو مخنیوی وکړي.

د کډوالو چارو وزارت له اروپایي هېوادونو غواړي، چې دغو هېوادونو ته د افغان کډوالو د وړونکو انساني قاچاقبرانو مخنیوی وکړي.

د دغه وزارت مرستیال مولوي محمد ارسلاح خروټی وایي، چې یاد شوي هېوادونه د انساني قاچاق د نړیوالې مافیا پر وړاندې د مبارزې مسوولیت لري، خو دا مسوولیت نه ترسره کوي.

هغه په دې برخه کې د کوم هېواد نوم وانخیست.

دغه مقام په بلغاریا کې د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو ډله ییز مرګ د خواشینۍ وړ ګڼلی، خو نه یې دي ویلي، چې د یادې پېښې په اړه به د مسوول وزارت په توګه څه کوي.

د بهرنیو چار وزارت هم د بلغاریا په صوفیه ښار کې د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو ډله ییزې وژنې ته په غبرګون کې له ټولو افغانانو غوښتي، چې پر ناقانونه او قاچاقي لارو له سفرونو ډډه وکړي او خپل ژوند په خطر کې وانه چوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *