فرهنگی

فرهنګی هڅې به پراختیا ومومی

څرګنده ده چې دنړۍ هېوادونه دخپل فرهنګ دودی په خاطر خورا زیات لګښتونه کوي ترڅو دوګړو هویت یې دهمدغه فرهنګ له مخی وپیژندل شی

یحیی

څرګنده ده چې دنړۍ هېوادونه دخپل فرهنګ دودی په خاطر خورا زیات لګښتونه کوي ترڅو دوګړو هویت یې دهمدغه فرهنګ له مخی وپیژندل شی ځکه فرهنګ او کلتور نه شلیدونکی اړیکی او دوګړو له پاره ځانګړی ارزښت لریُ له دي کبله نه غواړی چې هېواد یې د فرهنګی یرغل لاندی راشی. همدا وجهه ده چې په ښوونیزو چارو کې دفرهنګ او کلتور له پاره دځانګړی پاملرنی له پاره ټینګار کیږی. ډیری هېوادونه چې دا مهال دپرمختللو هېوادو په قطار کې شمیرل کیږی. فرهنګی بڼه یې ځان ته ځانګړنی لري. خو اسلامی هېوادونه باید د اسلامی اصولو له مخی په فرهنګی او کلتوری چاروکې دهغو هېوادو په وړاندی خپلی اوسپنیزی هڅی له پامه نه غورځوی ځکه چې د یوشمیر هېوادو تمه داوي چې خپل فرهنګ او کلتور د اسلامی هېوادو په پرتله پرمختللی وښایې او روسته پاتی هېواد له پاره دخپل فرهنګ په رواجولو کې هر ډول هڅې ونه سپموی.

اسلامی امارت چې دا مهال دنړیوالو وړاندیزونو په وړاندی مضبوط غبرګون ښودلی یوازنی هڅه یې پردی ده هغه وړاندوینی چې دغربی نړۍ په لارښوونه اسلامی امارت له پاره وړاندي کیږی دمنلو نه دی ځکه افغانان چې دخپل اسلامی فرهنګ درلودونکی دي هیڅ وخت دنورو هېوادو دفرهنګی لارښوونو پلوی نه کوي او دخپلی ټولنی ورځنی چاری د اسلامی فرهنګ سره سمی پرمخ بیایې. هڅه به وشی چې اسلامی فرهنګ دهغو فرهنګی یرغلونو خوندی وساتل شی کوم چې دنړۍ د زبرځواکونو له خوا ترسره کیږی. ډاډه یو چې تردي مهاله افغانان دخپل پت، عزت، او ناموس دساتنی له پاره نه هیریدونکی هلی ځلی کړی او دغربی فرهنګ په وړاندی یې دهغو خلکو هیلی له خاورو سره خاوری کړی کومو چې دغربی نړۍ د فرهنګ او کلتور پلویان وپوهیږی چې اسلامی امارت به هغه تشی او نیمګړتیاوی چې دفرهنګ او کلتور په برخه کې راپاتی شوي ورغاوی ترڅو هېواد مو دیوه پرمختللی اسلامی فرهنګ څخه برخمن شی او هیڅ وخت دنورو د لاس وهنی له پاره ورته لار پرانستی پاتی نه شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن