گزارش

پنجشېر کې یوې قومې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شو

د پنجشېر د شخړو د حل کمېتې د ځمکې پرسر د یوې قومې شخړې د پایته رسولو خبر ورکړی دی.

 

د پنجشېر د شخړو د حل کمېتې د ځمکې پرسر د یوې قومې شخړې د پایته رسولو خبر ورکړی دی.

د پنجشېر د شخړو د حل کمېټې رئیس محمد رها ابرار د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه ۷ کلنه شخړه د یاد ولایت په لومړۍ برخې ولسوالۍ کې د ولایت مرستیال ملا شاه ملنګ روح الله، دیني عالمانو، قومي مشرانو او یو شمېر سیمه ییزو مسئولینو په شتون په دوستۍ بدله شوه.

په ورته وخت کې د قضیې دواړو لوریو د پنجشېرد شخړو د حل کمېټې له پرېکړې خوښي وښودله او د خپلې دوستۍ د دوام په اړه یې ډاډ ورکړ.

د یادونې وړده، چې د قومونو ترمنځ دا دویمه پېښه ده چې د یاد ولایت د شخړو د حل کمېټې له لوري په دوستۍ بدلېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *