د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه وړمه ورځ په خپل کاري دفتر کې د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور له ریيس مولوي سيف الدين معتصم سره کتلي. د کتنې پرمهال مولوي سیف الدین معتصم د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شريکې کړي او په دغه ولايت کې يې د ۴۱ ميليونه افغانیو په ارزښت د يو کتابتون پر جوړولو هم خبرې کړې دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریيس ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې ستایلي او د کارونو د لا ښه والي لپاره یې لازمې سپارښتنې کړي.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
نوشته های مشابه
همچنین ببینید
بستن