افغانستان
په هلمند کې دوالیبال ګروپي سیالیو اتلولي
د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ د معارف ابوالفتح لېسې په ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د هیلې په نوم د والیبال سیالیو اتلولي ځوانان لوبډلې خپله کړه.
د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ د معارف ابوالفتح لېسې په ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د هیلې په نوم د والیبال سیالیو اتلولي ځوانان لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبه د ځوانانو او شمشاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.