اخبارافغانستان

د هرات د پاسپورټ آمريت ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د هرات د پاسپورټ آمریت مسوولینو ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د یاد ولایت د پاسپورټ آمر مولوي محمد حسین رحیمي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي. رحیمي ډاډ ورکړ چې په یاد ولایت کې د پاسپورټ غوښتونکو ته په منظم او عادلانه ډول خدمات وړاندې کېږي او د خلکو عرایضو ته په وخت رسېدنه کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *