اجتماعیمقالات

د خپلواکۍ د ساتلو اوپرمختګ لپاره د قومونو ترمنځ پيوستون او يووالی اړين دی

د وري ۹ مه په افغانستان کې د ميشتو وروڼوقومونوملي ورځ ده،چې هرکال د غوڼدوپه جوړولو سره دهېواد په کچه لمانځل کېږي.قومونه د يو بل ترڅنګ په ورورګلوۍ کې سره ژوند کوي اوځانونه افغانان بولي اوپه خپل افغانيت وياړي. پښتانه،تاجکان،ازبيکان،ترکمنان،هزاره‌ګان،بلوچان،نورستانيان او نورقومونه ځانګړي دوديز کلتورونه لري،چې هريويې له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي.کله،چې نژدې څلورنيمې لسييزې وړاندې په هېواد کې جګړه پيل شوه او بيا پرديو هېوادونو افغانستان باندې يرغل وکړټول قومونه زيانمن شول او په سلهاوو زره کسان په جګړو کې مړه شول،خو د قومونو ترمنځ کومه دښمني منځ ته رانه غله،ځکه ټول په دې پوهېدل،چې پرديو هېوادونو پر ټولو قومونو يرغل کړی دی.کومې جګړې،چې پېښې شوې هغه د قومونو ترمنځ نه بلکې د سياسيونو اوګوندونو ترمنځ پېښې شوې دي.قومونه له دغو شرايطو سرلوړی راختلي دي.له نژدې درې کلونو راهيسې،چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې واکمن شوی دی د قومونو ترمنځ ورورولي او يووالی هم غښتلې شوی دی.کوم بنديزونه،چې پرافغانستان لګول شوي دي ټول ميشت قومونه يې اغېزمن کړي دي.په دې برخه کې کوم توپيرنه ليدل کېږي.قومونه ټول په خپلو ولايتونو اوسيمو کې د پرمختګ اوڅوکالۍ غوښتونکي دي.دا قومونو حق لري،چې سيمې يې پرمختګ وکړي او اولادونه يې د تعليم اوتحصيل له نعمت څخه برخمن شي.اوس په ځينو ولايتونو کې دارالمعلمينونه او پوهنتونونه جوړشوي، چې د نورو ولايتونو وګړي هم په کې زده کړه کوي.په دولتي اداراتو کې هم  د افغانستان د بېلابېلو قومونو استازي دنده ترسره کوي او خپل هېواد ته دخدمت کولو لپاره زيار باسي.په ځينو ولايتونو کې د ژوند اوتحصيل شرايط ستونزمن دي .دا ستونزه اوسنۍ نه ده ،بلکې له پخوازمانو اونظامونو څخه راپاتې ده.اوس هلې ځلې کېږي،چې په دغو سيمو کې کاروشي او خلکو ته د کار،زده کړې او تحصيل زمينه برابره شي،چې مهاجرت ته اړ نه شي.کله،چې په افغانستان باندې پرديو هېوادونو تيری کړی او زموږ خپلواکي يې ترپښو لاندې کړې د قومونو ترمنځ يې د هزاره،تاجک،پښتنو،بلوچ،ازبک ،ترکمن او نورو ترنامه لاندې نفاق او دښمني تخمونه شندلي،خو زموږ قومونه د ديني،ملي،کلتوري اوټولنيزو ارزښتونو په برکت د پرديو د تبليغاتو تراغېزلاندې نه دي راغلي او خپل د ورورګلوۍ ژوند ته يې دوام ورکړی دی.پردي يرغلګرپه شرمو شرميدلي او زموږ له خاورې تښتېدلي دي.د خوښۍ ځای دی ،چې د قومونو ترمنځ د هېوادپالنې روحيه غښتلې شوې ده.سره له دې،چې څلورو لسييزو تپل شويو جګړو خپل ناوړه تاثيرات په ټولو برخوکې پرقومونو باندې ښندلي دي،خو اوس عملاً د ورورولۍ په فضاکې د يو بل ترڅنګ ژوند پرمخ بيايي.په هېواد کې سوله اوثبات راغلی ،اوس د دې وخت رارسېدلی دی،چې قومونه په خپلو سيمو کې کرنه،مالداري،بڼوالي،ترانسپورټ اوسوداګري ته پرمختګ ورکړي،چې وږي خلک ماړه او وزګارو وګړو ته د کارزمينه برابرشي.په دې برخه کې د دولت مرستې او پاملرنې ته اړتيا ليدل کېږي.موږ هغه مهال اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کولی شو،چې د قومونو ترمنځ د ورورولۍ،يو د بل دزغملو،همکارۍ اوپيوستون روحيه پياوړې شي.کومې جګړې،چې منځه ته راغلي دي هغه د قومونو ترمنځ نه،بلکې د سياسيونو ترمنځ پېښې شوي،چې قومونه هم له دغو جګړو ډېرتاواني شوي دي.کله،چې د دويم ځل لپاره د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته راننوتل او پخواني نظام نسکورشو د قومونو ترمنځ پر ورورولۍ،همغږۍ او پيوستون ټينګاروشو،چې دغه دريځ  ښه پايله درلودله او اوس هم د هرې ورځې په تېرېدو سره پياوړی کېږي.قومونو د اسلامي امارت څخه ملاتړوکړ،نوځکه د اسلامي امارت ځواکونه  پرته له جګړې څخه کابل اونورولايتونه ونيول ؛هېڅوک د جګړې اووينې تويونې پلويان نه وو.دا کار د قومونو ترمنځ د پيوستون،ورورولۍ او د يوبل دزغملو برکت و،چې نن ورځ ېي پايله،چې سوله اوثبات دی په سترګووينو.اسلامي امارت دنده لري،چې د هېواد په ټولو سيمو کې،چې قومونه ژوند کوي هلته د بيارغاونې چارې غښتلې کړي،چې د لوږې کچه راټيټه شي او په اوږدمهال کې صفرته ورسېږي.د افغانستان درانه قومونه،چې د څلورنيمو لسييزو جګړو زيانونه اوناخوالو يې ليدلي،زغملي د ورورولۍ او يو دبل د زغملو روحيې په درلودلو سره د يوبل لاسنيوی دې وکړي او پرې نژدې،چې د پرديو مغرضو دولتونو تبليغاتي سرچينې د دوی وروڼه،خويندې،ګاونډيان اوماشومان بې لارې کړي او ديو بل پروړاندې يې ودروي؛نو د خپلواکۍ د ساتلو اوپرمختګ لپاره د قومونو ترمنځ پيوستون او يووالی اړين دی.

نوري

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *