له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل په اړه د متقي او اوتونبایوا ليدنه
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) له رییسې روزا اوتونبایوا سره په ليدنه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د تعامل او د لارې نقشې په تړاو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، د دغه وزارت سرپرست له نړۍ سره د تعامل لپاره چمتوالی څرګند کړی دی.
ضیا احمد تکل وايي: «پهدې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د تعامل او د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت او د راتلونکي لپاره د ښکېلتیا پر لار نقشې خبرې وکړې.»
د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، ښاغلي متقي پهدې کتنه کې ژمنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې به له مرستندویه بنسټونو سره همکاري هم وشي.
له بل لوري، د چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې له نړۍوالو سره د تعامل لپاره سرپرست حکومت باید پر خپلو پالیسو بیا کتنه وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه زلمی افغانیار وايي: «په حکومتولۍ کې د سیاسي ګټو لپاره د سټراټیژیک عمق پلي کول د بهرنیانو موخه ده. که موږ د افغانستان د ملي ګټو د واحد تعریف پر بنسټ اړیکې ولرو، هېڅکله به له ستونزو سره مخ نهشو.»
بهرنیو چارو وزارت همداراز په ډاګه کړې چې د یوناما رییسې پهدې کتنه کې په افغانستان کې بشري وضعیت ته رسېدنه او پراختیايي مرستې له خپلو لومړیتونو یاد کړي دي.