اخبارافغانستان

د اسلامي امارت مرستیال ویاند: ملي تدارکاتو کمیسیون ۱۴۲ بېلا‌بېلې نیمه‌پاتې پروژې منظورې کړې

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۴۰ میلیارده افغانیو په ارزښت څه باندې ۱۴۰ بېلا بېلې نیمه پاتې پروژې منظورې کړې.

نوموړی زیاتوي، چې دغه پروژې به د روغتیا، برېښنا، ترانسپورټ، کرنې، کلیو پراختیا، مخابراتو، زیربناوو او څښاک اوبو په برخو کې پلې شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د نیمګړو پروژو بشپړول او د حکومت پانګونه د خلکو او حکومت دواړو لپاره د لا باور فضا رامنځته کولای شي.

له بل لوري د کابل اوسېدونکي د اسلامي امارت د دې اقدام ستاینه کوي او له مسولو ادارو غواړي، چې په لیرې پرتو سیمو کې نورې پروژې هم پلې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژو په پيلولو سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *