افغانستان

هلمند کې د یو میلیون ډالرو پر ارزښټ ټرانسپورټي بسونو فعالیت پیل کړ

هلمند کې میرویس نیکه ټرانسپورتي شرکت د مسافرو لپاره یو شمېر موټر را وارد کړي، چې ګڼې اسانتیاوې لري.

هلمند کې میرویس نیکه ټرانسپورتي شرکت د مسافرو لپاره یو شمېر موټر را وارد کړي، چې ګڼې اسانتیاوې لري.

دوی وايي، لس بسونه یې له جرمني هېواد څخه را وارد کړي، چې هر بس ۳۶ څوکۍ خوب ځای ، تشناب ، د خوړلو ځای ، د مبایل چارجر ، په ژمې او وړي کې ایسي او ګڼې نورې اسانتیاوې لري.

د میرویس نیکه ټرانسپورتي شرکت ولایتي مسؤل حاجي ولي جان وايي، د یادو موټرو کرایه هم د ټاکل شوې لایحې مطابق اخیستل کېږي.

« دا موټرې ګڼې اسانتیاوې لري، اوس مهال د کابل او هلمند ترمنځ تګ راتګ کوي، پلان لرو چې هرات ـ فراه او نيمروز ولایتونه لپاره دا ډول موټر را وارد کړو.»

بل لورته د یاد ولایت د ترانسپورټ رئیس مولوي محمد اخلاص مدثر وایي، دا ډول موټر به په تګ راتګ کې د هلمند د خلکو زیاتې ستونزې حل کړي.

نوموړی د لوړې کرایې نه اخیستو په برخه کې خلکو ته ډاډ ورکوي او وايي، ټولې موټرې د لایحې مطابق کرایه اخلي.

« دلته څو ډوله بسونه فعالیت کوي، د هر ډول بسونو لپاره کرایه ټاکل شوې او له خلکو څخه  د لایحې پر اساس کرایه اخیستل کېږي.»

د هلمند اوسېدونکي هم خوښ دي او وايي، چې تر دې وروسته به یې د ټرانسپورت په برخه کې ګڼې ستونزې حل شي.

د لښکرګاه ښار دوه اوسېدونکي عزیزالله ، رحیم الله یي په اړه وایې .

« مخکي به مسافر ډېر په تکلیف تلل، خو اوس په دې موټرو کې ډېرې زیاتې اسانتیاوې شته خلک ډېر په راحت سره سفرونه کوي »

« په دې سره به د مسافرو زیاتې ستونزې هوارې شي او دوی به په اسانۍ له یو ځای څخه بل ځای ته سفر وکړي؛ خو زموږ غوښتنه دا ده چې کرایې را ټیټې شي.»

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر خصوصي ټرانسپورتي شرکتونو له لوري ورته بسونه را وارد شوي، چې په تګ راتګ کې د مسافرو لپاره ګڼې اسانتیاوې لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *