تبصره

نړيوالې مرستې بايد دانساني خواخوږي له مخې راولېږل شي

د اسلامي امارت واک ته درسيدو سره سم يوشمير هېوادونو په نړيواله کچه دفشار او اقتصادي بنديزونو لار غوره کړه چې له امله يې زموږ زيات شمير هېوادوال د ستونزو سره مخ شول چې کله نا کله نړيوال مرستندويه سازمانونه دغه تشي ته پام را اړوي او د افغانانو سره دمرستو د راليږنو او په وړاندي يې دبنديزونو په هکله خپلي انديښني را برسيره کوي.

متین
د اسلامي امارت واک ته درسيدو سره سم يوشمير هېوادونو په نړيواله کچه دفشار او اقتصادي بنديزونو لار غوره کړه چې له امله يې زموږ زيات شمير هېوادوال د ستونزو سره مخ شول چې کله نا کله نړيوال مرستندويه سازمانونه دغه تشي ته پام را اړوي او د افغانانو سره دمرستو د راليږنو او په وړاندي يې دبنديزونو په هکله خپلي انديښني را برسيره کوي. خو تردي دمه دمرستو د راليږلو او دمرستندويه هېوادو دمرستو د راټولولو ستونزه نه ده هواره شوي. يوشمير هېوادونه دمرستو راليږد په مشروطه ډول د خپلو موخو دترلاسه کولو په خاطر تړلي ګڼي خوځيني هېوادونه د افغانانو په وړاندي اقتصادي بنديزونه بشري ناورين ته لمن وهل بولي او هيله لري چې په افغانستان کې اړمندو افغانانو ته د مرستو د ويشلو او رسولو په هکله نړيوال اقتصادي بنديزونه له منځه ولاړشي او مستحقو افغانانو سره دمرستي بهير پايښت ومومي. دناروي دکډوالو شورا (ان آر سي) پخپله يوه تازه رپوټ کې ويلي پر افغانستان دنړيوالو بنديزونو له کبله دميليونو خلکو ژوند اغيزمن کړي دي.
دناروي دکډوالو شورا وايې د افغانستان دځپل شوي اقتصاد او روان بي ساري بشري ناورين دپاي ته رسيدو له پاره بايد عملي ګامونه واخستل شي. ددغه شورا رپوټ وايې افغانستان کې سوداګر نړيوالو بنديزونو له امله دکړاونو سره مخامخ شوي دي.
دملګرو ملتونو دمرستو دهمغږي اداري (اوچا) هم په دي هکله ويلی دي چې د افغانستان دخلکو سره دي انساني مرستي وشي ځکه افغانان د اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي د مزالاکبروف په افغانستان کې دملګرو ملتونو دسرمنشي مرستيالی ويلي نړيوال نه بايد په دي حساسو شيبو کې د افغانستان خلک خوشي نه کړي. دملګرو ملتونو دغه استازی وړانديز کړي چې دبودجي په وړاندي کولو کې د افغانستان خلک زيات مجازات نه شي.
داپه داسي حال کې ده چې په هېواد کې شته اقتصادي ستونزي دهغو هېوادو له خوارا پاتي شوي چې زموږ هېواد يې اشغال کړي و او د اشغال وروسته يې په قصدي او غيري قانوني توګه پر افغانانو اقتصادي بنديزونه ولګول چې له امله يې بانکي ستونزي او اقتصادي کمزورتيا رامنځ ته شوه. تمه ده چې نړيوال مرستندويه هېوادونه پرته دسياسي مخو دلټولو څخه خپلي انساني مرستي د افغانانو څخه ونه سپموي او ترڅنګ يې هغه پروژي چې نيمګړي پاتي دي او د افغانانو د اقتصادي نيمګړتيا و دپوره کولو لامل ګرځي ورغاوي. ترڅو د يوي خوا وزګارو افغانانو ته دکار زمينه برابره شي او دبلي خوا نړيوال بشرپالونکي هېوادونه چې په افغانستان کې د اوسني اقتصادي ستونزو څخه انديښمن دی خلاصون ومومي.
تمه ده چې انسان پاله هېوادونه دلاس وهونکو هېوادو ناوړه او بي ځايه تبليغاتو تراغيز لاندي رانه شي او د انساني خواخوږي له مخي خپلي مرستي اړمنو هېوادوالو ته راوليږي. اوس په افغانستان کې د امنيت دتامين اوپه کارونو کې د روڼتوب د رامنځ نه کيدو له امله هغه خڼډونه او ستونزي هواري شوي کومي چې دجمهوريت پرمهال دمفسدو او زورواکو له خواد مرستو د ويشلو او لګښتونو پرمهال را پيدا شوي وي.
ډاډ او باور شتون لري چې مرستي به په عادلانه ډول په مستحقو افغانانو وويشل شي او هيڅ ډول لاس وهني ته به څوک پري نه ښودل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *