اقتصادوزارت: د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د امریکا سولې انسټېټیوټ څرګندونې بې بنسټه دي
سمیع الله مومند د افغانستان د اقتصاد وزارت مسؤلینو د امریکې د سولې انسټېټیوټ هغه ادعاوې، چې ګواکې د دغه هېواد اقتصادي وضعیت له زوال سره مخ دی، بې بنسټه وبللې.
سمیع الله مومند
د افغانستان د اقتصاد وزارت مسؤلینو د امریکې د سولې انسټېټیوټ هغه ادعاوې، چې ګواکې د دغه هېواد اقتصادي وضعیت له زوال سره مخ دی، بې بنسټه وبللې.
د امریکا متحدهایالتونو د سولې انسټېټیوټ په یوه راپور کې ادعا کړې چې د افغانستان لا له وړاندې کړکېچن اقتصاد اوس بیخي د زوال پر لور روان دی.
دغه انسټېټیوټ په خپل راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د دوو راپورونو شننې او د خپلو تحلیلګرانو له قوله لیکلي، چې په تېر کال کې د اقتصادي ثبات د ځینو نښو سره سره، اقتصاد کمزوری پاتې دی او نشي کولای د مخ په زیاتېدونکي نفوس لپاره اړینې دندې او د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب د انیس ورځپاڼې ته د یوې ځانګړې مرکې وویل: دغه انسټېټیوټ ادعاوې بې اساس دي او ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې داسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په اقتصادي برخه کې مهمې لاسته راوړنې او د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
بې وزلي د یوې ناوړي اقتصادي پدیدې په توګه زموږ په ټولنه کې مخکینۍ ریښه لري او دکلنو راهیسي زمونږ دهیوادوالو پر اقتصادي او ټولنیزژوند منفي اغیزې یې پریښې. په ورستیو دوو کلونوکي د وچکالي او اقلیمی بدلونونو تر څنګ دبهرنیو لخوا په بانکې سیستمونو د محدودیتونو لګول، د هیواد د بهرنیو اسعاری زیرمو کنګل کېدل، او د نړیوالې ټولنې لخوا د پراختیایي مرستو دریدل، په مستقیم ډول یې د ملی اقتصاد مهم شاخصونه متاثر کړي خو بیاهم د هغه په وینا د سترو اقتصادي شاخصونو عملکرد او اجرااتو ته په کتو د انفلاسیون د لوړې کچې راټیټیدل، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ثبات – په ملي عوایدو او صادراتو کې زیاتوالی دا په ډاګه کوي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی.
نوموړي دغه راز وویل، چې له بهرنیو مرستو پرته له خپلو داخلي عوایدو څخه د عادي بودیجي لګښتونه او پراختیایی پروژو تمویل د افغانستان د رښتیني پرمختګ او اقتصادي خوځښت څرګندونه کوي.
ښاغلي حبیب زیاته کړه،د نیکه مرغه دافغانستان اسلامي امارت د اغېزمنې اقتصادي تګلارې له امله د اقتصاد او حکومتولۍ په برخه کې سترې لاسته راوړنې کړي دي.
حبیب وویل، د بهرنیو کړیو او بنسټونو د وړاند ویني خلاف په اقتصادي ډګر کې دیو شمیر مهمو اقتصادي برخوکښې په عملي ډول د مثبتو نتایجو او اجرااتو څرګندونه کوي چي په مستقیم ډول یی د خلکو په ژوندانه یې مثبتی اغیزی درلودې.
په ځانګړې توګه د پولي او مالي سیستم د مسلکي مدیریت په برخه کې چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو، د انفلاسیون د کچې د راټیټولو، د لومړنیو موادو خصوصآ د خوراکي توکو او د تیلو د قیمت کموالي ، د صادراتو،وارداتو ، ملي عوايدو زياتوالي، د کورنيو توليداتو زياتوالي، په سيمه ييزه او نړيواله کچه د اقتصادي همکاريو پياوړتياپه بېلابېلو سکټورونو کې د يو شمېر سترو اقتصادي پروژو پیلیدل،په بیلابیلو سکتورنو کې د بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګوني اسانتیاوی او دیو شمیر زیربنایی او اقتصادي پروژو د تړونونو لاسليک کېدل ددي ښکارندوي کوي چی الحمد لله د هېواد اقتصادي وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوي او مخ په ښه کېدو روان دي.
داقتصاد وزارت ویاند وویل، د افغانستان اسلامي امارت د متوازن سیاست او اقتصاد محوره پالیسي ته په کتو او سمهال له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره زموږ د هېواد د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د ښه کېدو لپاره مناسب فرصت برابر شوي او د وخت په تېرېدو سره به د اقتصاد په برخه کې د مهمو لاسته راوړنو شاهدان واوسو.
عبدالرحمن زیاته کړه ،ملي بودجه (پرمختيايي او عادي) په تیرو دوه وو کلونو په موده کې د هېواد له کورنيو عوايدو څخه جوړه شوي.
او په همدي ترتیب د لویو اقتصادي پروژو پیلیدل ُ د قوش تیپې کانال، د قشغري بلاک د تیلو استخراج، د سیمې له هیوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو دهلیزونو احیا کول، د سیمه ییز اتصال په برخه کي د سیمي هیوادونو سره د ترانزیت او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، د دولتی شرکتونو او تصدیو بیا فعالول، د کجکې ددوهم فاز پرانیسته ،دلویوبندونو( کمالخان،شاه وعروس اوبخش آباد) تکمیلول،په پیروزي ښارګوټي کښې دصنعتي پارک جوړول او په بیلابېلو سکتورونو کې د سلګونو کوچنیو او لویو پروژو پیلیدل دي.
داقتصاد وزارت ویاند وویل، دبا ثباته اقتصادي ودې لپاره په ملي کچه د اغیزمنو اقتصادي پالیسیو ، پلانونو او ملی پروژو همغږي کول او د هیواد پراختیا یې اهدافو سره سم په مهمو اقتصادي شاخصونو تمرکز چې د پایښت لرونکي اقتصادي ودې او د کار موندنې لامل کیږي زمونږ د لوړیتوبونو څخه شمیرل کېږي.
د اوږدمهاله اقتصادي ودې او په تدریجي ډول د بې وزلۍ د کچې د راټیټولو لپاره – د کورنی ناخالص تولید د ودې او ثبات لپاره د کرنۍ او د اوبو مدیریت، صنعت ، سوداګرۍ، ترانزیټ او کانونو سکتورنو ته د کارموندنی او کورنی تولید د اصلی محرکینو په ټوګه د لومړیتوب ترڅنګ، د کورنیو او بهرنیو پانګوونو هڅول او د صادراتو پراختیا لپاره په بدیلو لارو او دسیمه ایز اتصال برخی ته هم پوره پاملرنه شوي چې کولای شي د سلګونو زرو افغانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي،.
د اقتصاد وزارت ویاند ، داهم زیاته کړه چي په کار ده نړیواله ټولنه زمونږ د هیواد د اقتصادي ودې لپاره مسؤولانه ګام پورته کړي،لګول شوي اقتصادي بندیزونه لیرې کړي زمونږ بهرني اسعاري زیرمي چې ملي شتمني بلل کېږي آزادي کړي، زمونږ دهیواد اسعاري زیرمي د سوداګریزو اعتباراتو د ملاتړ په توګه د افغانانو د اقتصادي وضعیت او د ژوند له شرایطو سره مستقیمه اړیکه لري.