افغانستانگزارش تحقیقی

د اسلامی امارت 17 میاشتنۍ لاسته‌راوړنې د پوهنې وزارت د فعالیتونو کلنی راپور

پوهنې وزارت په تشکیل کې څلورمعینیتونه ( ښوونه او روزنه، اسلامي تعلیمات، سرچینې او اداره او تضمین کیفیت)، قرار لري،چې ۳۲ مرکزي او د کابل ښار د پوهنې ریاست په ګډون ۳۵ ولایتي ریاستونه په کې شامل دي. یاد وزارت په ټولیزه توګه دوه سوه نهه اتیا زره دوه سوه (۲۸۹۲۰۰) تنه کارکوونکي لري، چې د تېر تشکیل په پرتله پنځلس زره یوسلو اوه اویا( ۱۵۱۷۷) بستونه په کې ډېر شوی دي.

انیس:

پوهنې وزارت په تشکیل کې څلورمعینیتونه ( ښوونه او روزنه، اسلامي تعلیمات، سرچینې او اداره او تضمین کیفیت)، قرار لري،چې ۳۲ مرکزي او د کابل ښار د پوهنې ریاست په ګډون ۳۵ ولایتي ریاستونه په کې شامل دي. یاد وزارت په ټولیزه توګه دوه سوه نهه اتیا زره دوه سوه (۲۸۹۲۰۰) تنه کارکوونکي لري، چې د تېر تشکیل په پرتله پنځلس زره یوسلو اوه اویا( ۱۵۱۷۷) بستونه په کې ډېر شوی دي.

په یاد وزارت پورې اړوند دا مهال د هېواد په کچه اولس زره اوه سوه اتیا ( ۱۷۷۸۰ ) ښوونځي چې پنځلس زره دري اتیا
( ۱۵۰۸۳) یې دولتي او دوه زره شپږ سوه اوه نوي (۲۶۹۷ ) نور یې خصوصي دي، فعالیت لري. د ټولو ښوونځیو د زده کوونکو شمېرڅه د پاسه لس(۱۰) میلیونه تنو ته رسېږي، چې ۶ میلیونه یې نارینه او ۴میلیونه یې ښځينه دي. د هېواد د ښوونځیو د ښوونکو  شمېر دوه سوه  دوه څلویښت زره (۲۴۲۰۰۰) تنو ته رسیږي، چې دوه نوي زره ( ۹۲۰۰۰) یې ښځینه دي، یعنې دغه شمېر د ټولو ښوونکو په پرتله (۳۸)سلنه جوړوي. له لومړي نه تر شپږم ټولګي پورې دوه اعشاریه اوه میلیونه (۲،۷) نجونې ښوونځيو ته ځي. د هېواد په مرکز او ولایاتو کې (۱۱۲۳)مدارس او د اسلامي تعلیماتو مراکز فعال دي، چې له دغه شمېرې څخه (۱۰۳۸) یې دولتي او پاتې(۸۵) بابه یې خصوصي دي. د ښوونکو د روزنې (۳۴۲) مراکز موجود دي، چې له دې شمېرې (۲۵۹)یې دولتي او پاتې(۸۳) نور یې خصوصي دي، په یادو مراکزو کې شل زره اوه سوه اته دېرش ( ۲۰۷۳۸) تنه زده کوونکي چې لس زره  اوه سوه نهه اتیا(۱۰۷۸۹ ) یې ښځینه دي، په  زده کړو بوخت دي. په ټول هېواد کې د سواد زده کړې ۶۸ مراکز فعال دي، په دغه مراکزو کې څلوروېښت زره یو سلو نوي ( ۲۴۱۹۰) تنه زده کوونکي چې څوارلس زره اوه سوه نهه (۱۴۷۰۹ ) تنه یې ښځینه دي، زده کړې کوي. دغه شان د سواد زده کړې درې زره څلورسوه څلور اتیا ( ۳۴۸۴ ) کورسونه موجود دي، چې شپږ زره اوه سوه دوه وېشت( ۶۷۲۲۲) تنه زده کوونکي پکې زده کړې کوي.

د پوهنې وزارت د تېر یو کال لاسته راوړنې او فعالیته:

  • په تیره یوه کلنه دوره کې د پوهنې وزارت له هڅو سره، سره نړیوال خیریه بنسټونه د هېواد له تعلیمي نظام سره د پام وړ مرستو ته چمتو نه شول، که څه هم په ځینو برخو کې یو شمېر بنسټونو او موسساتو په تېره بیا یونسیف د پوهنې له وزارت سره همکاري درلوده، چې مننه او ستاینه يې کوو، خو بیا هم د پوهنې وزارت د مشرتابه، چارواکو او کارکونکو په نه ستړي کېدونکو هلوځلو سره ډېر شمېر فعالیتونه ترسره شول، د پام وړ پرمختګونه وشول او وزارت د ډېرو لاسته راوړنو شاهد وو.
  • په تیره یوه کلنه دوره کې لومړی د پوهنې وزارت ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته تکړه، تجربه لرونکې، مجاهد، هېوادپال علماء او علمي کادرونه د رئیسانو په توګه وګومارل شول. د یادو رئیسانو ډېره برخه هغه کسان وو، چې د کابل ترفتحې وړاندې یې کلونه، کلونه د ښوونې او روزنې د کمېسیون په اډانه کې فعالیت درلود او بې شمېره خدمتونه یې ترسره کړي وو. په یاده موده کې د پوهنې وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي آمریتونو لپاره هم  وړ کسان د مسئولینو په توګه وټاکل شول.
  • په تېر یو کال کې د پوهنې وزارت نوی تشکیل جوړ او د ریاست الوزراء محترم مقام لخواه منظور شو.
  • پوهنې وزارت په چوکاټ کې د دعوت او ارشاد، پلان، د زده کوونکو د چارو(امور متعلمین) او بدیلو زده کړو په نامه څلور نوي ریاستونه او ډېر شمېر آمریتونه او مدیریتونه رامنځ ته شول.
  • د پوهنې وزارت په تشکیل کې د ټولو شاملو بستونو لپاره د دندو لایحې جوړې شوې.
  • د پوهنې ولایتي ریاستونو د تشکیل په جوړولو کار روان دی او د یاد وزارت د ښوونځیو، مرکزي او ولایتي ریاستونو نږدې لس زره (۱۰۰۰۰) کارکوونکو ته د هویت کارتونه ویشل شوي دي.
  • پوهنې وزارت لپاره ۲۶میلیارده افغانۍ بودیجه منظور شوه.
  • د یاد وزارت ټولو نارینه او ښځينه ښوونکو او اداري کارکوونکو ته په منظم ډول د تېر یو کال په موده کې میاشت په میاشت دهېواد له داخلي عوایدو څخه معاشونه ورکړل شوی دي. دغه راز هغه ښځینه کارکوونکو چې په دندو کې یې فزیکي حضور نه درلود، هغوی ته هم په منظم ډول معاشونه او امتیازات ورکړل شوي او هیڅ ښځینه کارمنده یا ښوونکې له خپلې دندې نده ګوښه شوې.
  • د هېواد د ښوونځیو، مدارسو او دارالمعلمینونو یوسلو دوڅلویښت زره پنځه اتیا(۱۴۲۰۸۵) قطعې شهادتنامې چې له دې شمېر څخه څلور نوي زره اته سوه څلوروېښت (۹۴۸۲۴) قطعې یې د ښوونځیو د دولسم ټولګيو پورې اړوندې وې، وېشل شوې دي.
  • د احصائیې ریاست لخواه په خورا کم لګښت د ۱۴۰۰هـ ل کال د هېواد د ټولوښوونځیو، مدارسو، دارالحفاظونو، دارالعلومونو او نورو تعلیمي مرکزونو، ښوونکو او زده کوونکو دقیقه شمېره را غونډه او د پوهنې وزارت له ویب سایټ څخه خپره شوې ده.
  • خیالي ښوونځي، تعلیمي مراکز، ښوونکي او خیالي زده کوونکي په ګوته او له تشکیل څخه حذف شوي دي.
  • د ۱۴۰۰هـ ل  کال احصائیوي پروفایلونه په پښتو او دري ژبو ترتیب شوي دي.
  • د هېواد د تعلیمي بهیر د نظارت او پلټنې لپاره وخت په وخت د پوهنې وزیر، معيینانو او رئیسانو په شمول هیئتونه ولایاتو ته تللي دي.
  • د پوهنې وزیر په تیره یو کلنه دوره کې د هېواد ۲۸ ولایتونو ته سفرونه کړي دي، له بېلابېلو  لیسو، مدرسو او نورو تعلیمي مرکزونو څخه یې لیدنه کړې ده او د ولایاتو تعلیمي بهیر یې له نږدې لیدلی او ارزولی دی.
  • د یاد وزارت د وزیر، معینانو او رئیسانو په کچه د قطر،ناروې اوترکیې هېوادونو ته رسمي سفرونه شوي دي ترڅو د هېواد د تعلیمي نظام لپاره نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي.
  • د هېواد له ۲۵څخه په ډېرو ولایتونو کې مرکزي جهادي مدرسې چې تقریباً د زر(۱۰۰۰) تنو زده کوونکو د ځایولو ظرفیت لري، تأسیس شوې دي.
  • د ټولو ولایاتو په هره ولسوالۍ کې له ۳څخه تر ۱۰ پورې د لومړنیو کلیوالي مدارسو جوړول تر کار لاندې دي.
  • د مطبوعاتو په ډګر کې یاد وزارت فعاله ویب پاڼه، فیسبوک پاڼه، ټوېټر پاڼه او ډېر شمېر د واټسپ خپرنیز ګروپونه لري.
  • د معارف تلوېزیون که څه هم د تېر نظام په وروستیو وختونو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پورې تړل شوی و، خو اوس مهال یې د نشراتو زیاته برخه د پوهنې وزارت فعالیتونو او لاسته راوړنو ته ځانګړې شوې ده.
  • په دې موده کې د بېلابېلو مسایلو په اړه په لسګونو کنفرانسونه او غونډې جوړې شوې دي.
  • د پوهنې وزیر د هېواد د پوهنې ولایتي رئیسانو ته څو ځله د وېډیويي کنفرانس له لارې لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړې او دوی یې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي دي.
  • یاد وزارت په هره اوونۍ کې دوه مجلسونه لري، چې یو یې اداري او بل یې د رهبرۍ مجلس دی، اداري مجلس د پوهنې وزیر صاحب په مشرۍ د یاد وزارت د معینانو او مرکزي رئیسانو په ګډون دايريږي او د رهبرۍ مجلس هم د وزیر صاحب په مشرۍ ترسره کیږي، چې معینان، سترسلاکار او د نشراتو او عامه اړیکو رئیس پکې ګډون لري، په یادو مجلسونو کې د وزارت اړوند بیلابیلو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې کيږي او دغه پرېکړې د وزارت ټولو معینیتونو ته په لیکلي بڼه استول کیږي.
  • د نوي تعلیمي نصاب د چوکاټ لپاره طرحه جوړه شوېده او په نږدې راتلونکي کې به یې په جوړولو هم کار پیل شي.
  • له لومړي څخه تر دریم ټولګي پورې دکلیوالي مدرسو نصاب، چې د کابل ترفتحې وړاندې ترتیب او د لسګونو زره ټوګو په شمېر کتابونه یې هم چاپ شوی وو، د نصاب ریاست د مسلکي غړو له لوري پرې کره کتنه روانه ده او په نږدې راتلونکي کې به د منل شویو پیداګوژیکو معیارونو په نظر کې نیولو سره په دویم ځل چاپ او وویشل شي.
  • د ښوونځیو لپاره ۳۷ملیونه ټوکه درسي کتابونه تر چاپ لاندې دي، چې ۱۶ میلیونه یې چاپ، او ډیره برخه یې ویشل شوې هم ده او پاتې برخه یې د ویشلو په حال کې ده، چې د روان لمریز کال د تلې یا د میزان تر میاشتې به د ۲۱ میلیونه ټوکو درسي کتابونو د چاپ او لیږد بهیر هم بشپړ شي، د یادونې وړ ده، چې د چاپ شویو کتابونو له شمېر څخه یوازې د کابل ښار او ولسوالیو په اړوندو ښوونځیو کې ۶ میلیونه ټوکه درسي کتابونه ویشل شویدي.
  • د ساینسي مضامینو په زرګونو لارښود کتابونه، کیتونه او مرستندویه درسي توکي د هېواد په ښوونځیو کې وېشل شویدي.
  • د اسلامي تعلیماتو دیارلس میلیونه یو اتیا زره پنځه سوه یو شپیته (۱۳۸۱۵۶۱) جلده درسي کتابونه چاپ شویدي، چې له دغه شمېر څخه دوه سوه پنځوس زره (۲۵۰۰۰۰) ټوکه د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې ویشل شویدي.
  • د کلیوالي مدرسو لپاره د چاپ شوي نصاب په زرګونو ټوکه کتابونه او د سواد زده کړې څلورسوه دوه دیرش زره اوه سوه دري شپیته (۴۳۲۷۶۳) ټوکه کتابونه، ۱۹۰لابراتوارونه، د ریاضي ۸۵۰ کیتونه، د بیلابیلو ساینسي مضامینو۳۴۰۰ ډوله موډلونه او دغه راز د ساینسي مضامینو او ریاضي ۱۵۰۰۰ چارتونه د هېواد د مرکز او ولایتونو په کچه ښوونځیو کې ویشل شویدي.
  • د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ښوونځیو او مدرسو زده کوونکو ته قرطاسیه او نور اړین درسي توکي وېشل شويدي.
  • په تیره یوکلنه دوره کې د هېواد د مرکز او ولایاتو په کچه د ښوونکو او اداري کارکوونکو (۴۵۳۰) پنځم او شپږم بستونه اعلان ته سپارل شوي او د ګمارنې بهیر یې عملاً پیل شويدی.
  • اتلس زره (۱۸۰۰۰ ) خالي بستونه په نښه  شویدي، چې په نږدې راتلونکي کې به اعلان ته وسپارل شي.
  • د آزادې سیالۍ له لارې په زرګونو ښوونکي په دندو ګمارل شویدي.
  • د هېواد له ټولو ولایاتو څخه د ښوونکو څوارلس زره یو سلو شل (۱۴۱۲۰)خالي بستونه راغونډ او په ډیټابیس کې ثبت شویدي.
  • څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) تدریسي او اداري بستونه اعلان ته سپارل شویدي او د آزادې سیالۍ له لارې پکې وړ او مسلکي کسان ګمارل شویدي.
  • په نږدې راتلونکي کې به په لسګونو زره نور خالي بستونه هم اعلان ته وسپارل شي.
  • د پوهنې وزارت ( ۱۴۵۳) تنه کارکوونکي تقاعد ته سوق شویدي.
  • د علماوو د اسنادو ارزونه ترسره شوې او د ازموینې لپاره په منظم ډول نوم لیکنه روانه ده، چې تر دې مهاله څه د پاسه شل زره (۲۰۰۰۰) تنو علماوو ورته خپل نومونه ثبت کړي دي چې په نږدې راتلونکي کې به ورڅخه ازموینه واخیستل شي، د یادې ازموینې په پایله کې به د دولسم او څوارلسم ټولګیو سندونه د پوهنې وزارت او د شپاړسم یا لیسانس دورې سندونه به د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورته ورکړل شي.
  • د داخلي پلټنې ریاست لخوا په سلګونه دوسيې څیړل شوې او کارونه یې بشپړ شویدي.
  • له نړیوالو موسساتو او خیریه بنسټونو سره په لسګونو هوکړه لیکونه لاسلیک او هغوی ته د فعالیت زمینه برابره شویده، له یادو بنسټونو سره اړیکې د پخوا په پرتله زیاتې ټینګې شویدي.
  • له سلګونو بهرنیو پلاوو سره د وزارت، معینیت او ریاستونو په کچه لیدنې ترسره شویدي، چې د یادو لیدنو په پایله کې د یونيسف ادارې د هېواد د ټولو ښوونکو د دوو میاشتو د معاش ورکړه او د ۳۷میلیونه جلدو درسي کتابونو د چاپ او ویش لګښتونه په غاړه اخیستي دي.
  • د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) چمتوالی ښودلی، چې د هېواد هغو ښوونځیو ته چې ودانۍ نه لري، شل زره خیمې په اختیار کې ورکړي.
  • د اکتید موسسې او پوهنې وزارت تر منځ د ۷۰۰بابه سیمه ایزو درسي ټولګیو او همدارنګه چټکو زده کړو د ټولګیو د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شويدي.
  • ځینو خیریه بنسټونو د ښوونځيو د ودانیو د جوړولو په برخه کې د مرستې ژمنې کړیدي.
  • د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د یونسیف په مالي مرسته او د پوهنې وزارت په هلوځلو په زرګونو سیمه ایز درسي ټولګي(CBE) جوړ شویدي.
  • د ترکیې هېواد (I.H.H) په نوم خیریه بنسټ چمتو والی ښودلی، چې په کابل کې به د یتیمانو د ښوونې او روزنې لپاره یو لوی کمپلیکس جوړ کړي. همدارنګه بل  ترکي خیریه بنسټ د پکتیا ولایت د دارالایتام او یو افریقايي خیریه بنسټ د کندز ولایت د دارالایتام  ټول مالي لګښتونه په غاړه اخیستي دي.
  • ځینو هېوادونو ژمنه کړېده چې افغان زده کوونکو ته به تعلیمي سکالرشیپونه ورکوي.
  • ځیني ښوونیز بنسټونه اراده لري، چې افغان زده کوونکو ته د انلاین یا غیر حضوري زده کړو پروګرامونه پیل کړي.
  • ځيني بنسټونه د ښوونکو او اداري کارکوونکو د وړتیا لوړولو په برخه کې د ورکشاپونو د دایرولو طرحې لري چې د یادو موضوعاتو په اړه ورسره د پوهنې وزارت د تخنیکي ټیمونو خبرې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به یاد بهیر عملاً پیل شي.
  • د پوهنې وزارت د کارکوونکو او ښوونکو د وړتیاوو لوړولو په موخه په لسګونو سیمینارونه او ورکشاپونه په لار اچول شویدي.
  • د بیلابیلو ولایتونو د پوهنې مسوولینو او کارکوونکو ته د مالي او احصائیوي چارو په برخه کې زده کړې  ورکړل شویدي.
  • د هېواد د ۱۶۳۳تنو زده کوونکو لپاره د کانکور د لارښوونې، کمپیوټر او انګریزي ژبې د زده کړې وړیا کورسونه په لار اچول شویدي.
  • څوارلس زره اته سوه نهه اتیا(۱۴۸۸۹) تنه زده کوونکي د سواد زده کړې له پروګرام څخه فارغ شویدي.
  • دری زره دری سوه پنځلس( ۳۳۱۵) تنو زده کوونکو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوېدي او ۱۶۷۳تنه زده کوونکي د سواد زده کړې او حرفوي زده کړو له مرکزونو څخه فارغ شویدي.
  • په تیره یو کلنه دوره کې د هېواد په ډيری سیمو کې یو شمیر لومړنیو ښوونځیو منځنیو، او منځنیو ښوونځیو لیسو ته ارتقاء کړیده.
  • ۸۷۱بابه نوي تعلیمي مرکزونه جوړ شویدي.
  • د ۱۷۴بابه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوېدي.
  • د ۸۴بابه ښوونځیو د جوړولو نقشې او پلانونه ترتیب شویدي.
  • د واش پروګرام ۱۴پروژې بشپړې  او ګټې اخیستنې ته سپارل شوېدي.
  • د پوهنې وزارت په انګړ او همدارنګه د بشري سرچینو د لوی ریاست په ودانۍ کې د دوه  بابه جوماتونو د بنسټ ډبرې ایښودل شوېدي.
  • یومیلیون تنه زده کوونکي چې څلور سوه زره یې نجونې دي په دولتي او یو سلو اتلس زره (۱۱۸۰۰۰) زده کوونکي چې ۴۳ زره یې نجونې دي، په خصوصي ښوونځیو کې شامل شویدي.
  • د هېواد په مرکز او ۱۷ولایتونو کې زر( ۱۰۰۰ ) تنو معلولینو ته د ځانګړو زده کړو آسانتیاوې برابرې  شوې او نهه زره ( ۹۰۰۰ ) تنو ته یې درسي توکي هم ویشل شوېدي.
  • د دعوت او ارشاد ریاست چې نوی د پوهنې وزارت په تشکیل کې را مینځ ته شویدی، د امربالمعروف او نهی عن المنکر، شکایتونو د اوریدلو، د وزارت د ټولو چارو څارنه او د شرعي درسونو او اصلاحي پروګرامونو د تنظیم دنده پر غاړه لري، یاد ریاست  لومړی د وزارت د مامورینو لپاره د قرآنکریم د ژباړې او د خپل ځانګړي نصاب په اساس شرعي درسونه درلودل، چې د پوهنې وزارت په جومات کې به د وزارت ټولو کارکوونکو  ته تدریس کېدل، اوس مهال په اونۍ کې پنځه ورځې د وزارت کارکوونکو ته د ماسپښین تر لمانځه وړاندې شرعي درسونه او اصلاحي پروګرامونه پر مخ وړي.
  • د پوهنې وزارت د ولایتي ریاستونو په چوکاټ کې هم د دعوت او ارشاد فعالیتونه پیل شویدي او په نږدې راتلونکي کې به دغه فعالیتونه د هېواد مدارسو، ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو ته هم وغزول شي.
  • د پوهنې وزارت د بیلابیلو چارو د تنظیم لپاره په لسګونو طرزالعملونه جوړ شویدي او د وزارت د مقام تر منظورۍ وروسته به عملاً پلي شي.
  • د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو لایحه باندې بیا کتنه شوېده.
  • د تضمین کیفیت طرحې ته پراختیا ورکړل شوېده.
  • د معارف په قانون او همدارنګه په لسګونو نورو مقررو هم بیا له سره کتنه شوې ده او د اړتیا په صورت کې پکې تعدیلات راوستل شویدي.
  • بیلا بیل لارښودونه جوړ او اړوندو ادارو ته استول شویدي.
  • د ښوونځیو د ښوونکو او زده کوونکو د یونیفورم طرزالعمل ترتیب شویدی.
  • د انلاین یا غیر حضوري زده کړو لپاره لارښود چمتو شویدی.
  • د ۱۴۰۱ هـ ل کال لپاره د هېواد د ولایتونو او ولسوالیو په کچه  عملیاتي پلانونه چمتو شویدي.
  • د ۱۴۰۰هـ ل کال د پلان د دوسیو ډیټابیس ترتیب شویدی.
  • د اسلامي تعلیماتو معینیت اړوندو تعلیمي مرکزونو د آمرینو، ښوونکو او کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړولو په لسګونه سیمینارونه دایر شویدي.
  • د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې نهه زره څلورڅلوېښت (۹۰۴۴) بابه کلیوالي مدرسې جوړې شویدي.
  • د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې دارالایتامونه جوړ شویدي.
  • په کابل کې د مصر د الازهر معهد په اړه د پوهنې وزارت او الازهر پوهنتون ترمنځ په ترسره شوې هوکړه لیک بیا کتنه شوېده.
  • د اسلامي تعلیماتو کلنی پلان د ولایاتو او ولسوالیو په کچه جوړ شوی او ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته لېږل شویدی.
  • د کابل ښار اړوند د اسلامي تعلیماتو له سلګونو ښځینه ښوونکو څخه ازموینه اخیستل شوېده او د هغوی له ډلې ۱۶۰تنه یې په ازموینه کې تر بریالیتوب وروسته په بیلابیلو دارالعلومونو کې د ښوونکو په توګه ګمارل شوې دي.
  • د اسلامي تعلیماتو د کانکور د فورمونو د ویش له امله اوه ( ۷) میلیونه افغانۍ عواید راغونډ شویدي.
  • د اسلامي تعلیماتو د دولسم او څوارلسم ټولګیو له ۳۰۰تنو فارغ شویو علماوو څخه ازموینه اخیستل شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *