افغانستان

ايلوا فيليون: له افغانستان سره تر بل هر ځای ډېر پر خپلو خدمتونو تمرکز کوو

په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کميټې مشر ایلوا فیلیون د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې په افغانستان کې په بېلا بېلو سکټورونو کې د سره صلیب په فعالیتونو او پروژو باندې رڼا واچوله او د خپلو خدمتونو د رسولو په برخه کې یې د اسلامي امارت د هر اړخیزو همکاريو له کبله مننه وکړه. نوموړي وویل چې افغانستان تازه له جګړې وتلی هېواد دی او دوی تر بل هر ځای د خدمتونو تمرکز په افغانستان کوي.

په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کميټې مشر ایلوا فیلیون د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې په افغانستان کې په بېلا بېلو سکټورونو کې د سره صلیب په فعالیتونو او پروژو باندې رڼا واچوله او د خپلو خدمتونو د رسولو په برخه کې یې د اسلامي امارت د هر اړخیزو همکاريو له کبله مننه وکړه. نوموړي وویل چې افغانستان تازه له جګړې وتلی هېواد دی او دوی تر بل هر ځای د خدمتونو تمرکز په افغانستان کوي. په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  د دوی له فعالیتونو خوښي وښوده او ویې ویل چې اسلامي امارت د دوی د هڅو د زړه له تله قدرداني کوي. د نوموړي په وينا سور صلیب د ټولنې تر ټولو ضعیف قشر په خدمت بوخت دي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل له نېکه مرغه هېواد تر بل هر وخت په امن دی، د جګړو د ختمېدو له امله  ټپيان لږ شوي، بناء په کار دی چې له هېوادوالو سره په نورو سکتورونو کې د بېلګې په توګه د زندانیانو د پالنې، معلولینو ته د مصنوعي غړو د پیوند، د اړتیا په صورت کې بهرني هېوادونو ته معیوبینو استول او د داخله ناروغانو د درملنې په برخه کې خدمات پراخ شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *