گزارش

د صدیق پسرلي د لسم تلین یاد غونډه ترسره شوه

لس کاله وړاندې د پښتو ژبې شاعر، پښتو ادبي ټولنه یوازې پرېښودله او همېشني کور ته ترې لاړ. صدیق پسرلی چې د پښتو ژبې په معاصرو شاعرانو او په ځانګړې توګه په پښتو ژبه کې د هندي سبک یو اساسي شاعر بلل کېږي.

لس کاله وړاندې د پښتو ژبې شاعر، پښتو ادبي ټولنه یوازې پرېښودله او همېشني کور ته ترې لاړ. صدیق پسرلی چې د پښتو ژبې په معاصرو شاعرانو او په ځانګړې توګه په پښتو ژبه کې د هندي سبک یو اساسي شاعر بلل کېږي. د نوموړي د لسم تلین په مناسبت افغان ادبي بهیر کې فرهنګیان، شاعران، استادان او لیکوالان راټول شوي و او د پسرلي په یاد یې لکچرونه او د نوموړي شعرونه ګډونوالو ته واورول. د نوموړي بهیر غړی، لیکوال، شاعر، کره کتونکی او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، د پښتو ډیپارټمنټ امر او استاد اجمل ښکلي صدیق پسرلی د خپلې زمانې یو لوی شاعر یاد کړ

او ویې ویل، چې لوی شاعر هغه وي، چې د خپلې زمانې د روایتونو مثبت بغاوت وکړي. هغه و ویل، چې پسرلي د خپل وخت شعاري شاعري پړ هنري شاعري واړوله. نوموړي له کره کتونکو څخه ګیله هم وکړه، چې د استاد پسرلي اثار یې هغسې نه دي شنلي، چې باید شنل شوي وی او تشه لفاظۍ باندې یې قناعت کړی دی. هغه دا هم و ویل: په ۳۰مو او ۴۰مو کالونو کې چې هغه وخت ګل پاچاه الفت ژوندی و، شاعري تقریباً د سکوت په حالت کې وه استاد پسرلی له یو طرفه راغۍ او همداسې ورو ورو په زیري جریده کې او نورو دولتي جریدو کې یې شعرونه چاپ شول او دغه زلمي شاعر په هغه وخت یو ډول نه په یو ډول د خپل وخت شاعري بدله کړله.

یونس تنویر بیا د استاد پسرلي د شاعرۍ په تفکر او تخیل خبرې وکړلې، چې په وینا یې استاد پسرلي د تفکر او تخیل ترمنځه په شاعرۍ کې ښه امتزاج کړی دی او په شاعرۍ کې یې دا دواړه هغسې کارولي دي، چې باید کارول شوي وی.

د پښتو ژبې لیکوال او ناول لیکونکي دادمحمد ناوک د پسرلي شاعري له فکري قوته مالا مال و بلله او ویې ویلې چې ښه شعر هغه نه دی، چې د یو چا د زړه خبرې وکولی شي، بلکې هغه ده، چې د زړه له خبرو څخه یې هم ښې و وایي او د مخاطب د زړه سره په توپیر څه و وایي.

د همدې بهیر یو بل غړی او لیکوال، نقیب احمد عزیزي هم په استاد خپلې خبرې وکړلې او ویې ویلې، چې د استاد پسرلي شاعري ټوله له طبیعت څخه اخیستل شوې ده. د نوموړي په وینا چې استاد په داسې ځای کې هنري خبرې موندلې دي، چې ته به وایې هلته هېڅ شي نشته ده. هغه و ویل، چې د استاد د شاعرۍ د بحرونو اوږدوالی کله کله د عام فهم مانع شوی هم دی. ښاغلي عزیزي هم د پسرلي بغاوتي اړخ باندې خبرې وکړلې او ویې ویلې چې پسرلي د خپلې زمانې روایات په هنري منطق سره ردول او دا رد یې خوندور دی. هغه د دلیل لپاره د پسرلي دغه بیت راوړ، چې په وینا یې حاتم طایي په روایتي بڼه یو سخي کس دی، خو دلته استاد په هنري منطق رد کړی دی:

تر څو چې کین او خشونت وي مجنون مړ مه ګڼئ

څو وي مرض د مفت خورۍ نوم د حاتم پاتېږي

د صدیق پسرلي زوی، ایمل پسرلي هم دغه غونډې ته ویډیویې کلیپ رالېږلی و او د خپلې لیکوالۍ لوی لامل یې خپل پلار وباله. هغه د خپلې کورنۍ غړو د لیکوالۍ په اړه و ویلې، چې مونږ به کور کې په یوه اثر باندې بحثونه کول او پلار مو هڅه نه ده کړې چې مونږه لیکوالۍ ته اړ باسي، بلکې په خبرو او روزنه کې یې د اولادونو لپاره فکري ازادي زیاته وه او همدا لامل دی، چې زه اوس هر ځای د کامرې مخ ته راحته خبرې کولی شم.

عزت الله ځواب بیا د استاد پسرلي د شاعرۍ ذوق له عامه ذوق څخه لوړ وګڼه او هغه ته یې د بابا د کلمې خطاب ورکړ.

صدیق پسرلي چې په ۱۳۰۷ کال غزني کې پیدا شوی دی، د ځوانۍ کالونه یې کندز کې تېر کړي دي، بیا له کندز څخه کابل ته راغلی او له دې ځایه بیا د کورنیو جګړو له امله د پاکستان هیواد ته کډه شوی دي. د صدیق پسرلي د کورنۍ نږدې ټول غړي فرهنګیان او لیکوالان دي.

صدیق پسرلي نه یوازې شاعري کړې ده، بلکې د شاعرۍ د لمانځنې ځایونه یې هم رامنځته کړې دي، چې له جملې یې پېښور کې د سپېدې جریدې، افغان کلتوري ټولنه او د افغان ادبي بهیر رامنځته کېدل و، چې پښتو ژبې ته یې ډېر لوی لوی فرهنګیان ورکړي دي. دغه شاعر د ۸۵ کالو په عمر په ۱۳۹۲ کال د هند په یوه روغتون کې په حق ورسېد.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *