فرهنگی

فرانسوي اديب ډار مسټټر او پښتو ژبه

يوشمير شرقي او اروپايي پوهان مستشرقين، ادبا او فرهنګپاله شخصيتونه شته، چي له افغانستان سره يي مينه درلوده او په دي اړه يي څيړني كړي دي.

يوشمير شرقي او اروپايي پوهان مستشرقين، ادبا او فرهنګپاله شخصيتونه شته، چي له افغانستان سره يي مينه درلوده او په دي اړه يي څيړني كړي دي.

لكه فرانسوي اديب جيمز ډارمسټټر- علامه اقبال 1937-1873 گوركي 1936 -1868 هندي ټاګور 1941-1861 اونور چي هغويي هر يو پخپل وارد افغانستان دوګړو له لوړ شخصيت ميلمه پالني، زړه ورتيا او په ځانګړي ډول دپښتو له رسم رواج، ديره، حجره  تورياليتوب په اړه څيړني كړي او كتابونه يي ليكلي دي، حتا په دي اړه نور فرهنګي توكي لكه فلم او ناولونه هم شته.

ډار مسټټر د 1849 كال دمارچ په 28 مه په فرانسه كي زيږيدلي دي. هغه د پاريس په يوه ليسه كي تحصيل وكړ، ذكاوت او ځيركي يي د استادانو پام ور واړو و او هغه دعلمي څيړني، تحقيق داسي لاره غوره كړه، چي نن ورځ په افغاني او شرقي ادبياتو كي لوي ځاي لري. هغه په (پشتو ژبه) كي ډير تحقيقات كړي دي. په 1877 م كي يي خپله دكتورا په ختيځ پيژندنه كي واخيسته، هغه دفرانسي دولت له خوا دختيځ ژبو دپلټني له پاره هندوستان ته واستول شو او هغه هلته ديو متشرق نوم وګاټه.

وروسته له څه مودي ډارمسټټر پيښورته راغي، ترڅو دپښتو ژبي په اړه علمي څيړني وكړي اوبيا ايبټ آباد په چاوڼي كي دپښتو ژبي او ادبياتو په مطالعه بوخت شو، ده غوښتل چي افغانستان ته هم راشي، خو امير عبدالرحمن خان ورته د. راتلو اجازه ورنكړه.

وروسته ډار مسټټر يو ډير مهم كتاب هم وليكه، چي هغه د (پښتو ژبه) نوميږي چي دپښتو ژبي دصرف نحو او اشتقاق څخه بحث كوي.

بل كتاب يي هم په لوړه كچه وليكه او په پوهنتونو كي ورڅخه هم په علمي مباحثي كي كار اخيستل كيږي هغه د (پښتو تاريخ او منشأ) په نوم ياديږي.

په دي كتاب كي د (پښتون ملت) تاثير دساسانيانو له 399 م – 654 م غزنويانو 99 (351-583هـ.ق) غوريانو (دغوريانو لويه كورني له 40 -610 هـ پوري) په دوروكي راښيي.

بل كتاب يي (دپښتنو په اړه دخلكو ادب) نوميږي، په دي اثر كي د پيرروښان (949-1044 هـ) اخوند درويزه او خوشحال خان خټك (1022-هـ.ق 100هـ.ق) دكلاسيك ادب په باب معلومات ليكل شوي دي.

د ډارمسټټر فرانسوي بل تاليف (دپښتو نخوا دشعر دهار اوبهار په نوم دي، چي دپښتو تحقيقي تاريخي  ادبي اړخ په اړه دي او هم د پښتو ژبي او فرانسوي ژبي ادبي پرتله پكښي ځاي شوي ده.

په دي توګه يو شمير ختيځ پوهانو، كوم چي په هند پاكستان، روسيي فرانسي انګلستان، ايتاليا، تركيي  امريكا عراق، مصر، يونان اوپارس (ايران) كي يي دپښتو ژبي په اړه تحقيق كړي او په زياتره برخوكي يي دپښتو سانسكريت پرتله كړي او تر 1980 م كال پوري يي خپل آثار خپاره كړي دي، چي دستايني او وياړ لامل دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن