جهان

شمالي کوریا یو امریکایی سرتېری نیولی

د امریکا پوځ منلې چې سویلي کوریا کې یې یو سرتېری له اجازې پرته د شمالي کوریا حدودو ته تر اوښتلو وروسته نیول شوی دی.

د امریکا پوځ منلې چې سویلي کوریا کې یې یو سرتېری له اجازې پرته د شمالي کوریا حدودو ته تر اوښتلو وروسته نیول شوی دی. د ټراویس کېنګ په نوم دغه سرتېری د انضباطي دلایلو له کبله بېرته امریکا ته استول کېدا، خو هغه په یوه ډول له هوایي ډګر وتلی او له شمالي کوریا سره پولې ته د سفر پر مهال دغه هېواد ته اوښتی دی. یو عیني شاهد چې له ښاغلي ټراوېس سره ملګری و، وېیلي چې ټراوېس د شمالي کوریا د پوله ساتو پر لور تر ځغاستلو وړاندې خندل او دا چې ده فکر کاوه نوموړی ټوکې کوي، خو هغه راونه ګرځېد. دا پېښه داسې مهال شوې چې د توغندیو د پرله پسې توغونو له کبله له شمالي کوریا سره د امریکا کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *