افغانستان

روان کال په بغلان کې د اوبو رسولو ۲۰ پروژې بشپړې شوی ديپ

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤلین وايي، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ریاست په همغږۍ نړیوال بانک، اکتید او یونیسف د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ پروژو چارې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې بشپړې کړې دي.

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي وايي، چې نړیوال بانک، اکتید او یونیسف د بغلان  په خنجان، دوشي، تاله او برفک، بنو، ده صلاح، پلحصار، پلخمري، مرکزي بغلان، نهرین او دهنه غوري ولسوالیو کې د۲۰ پروژو چارې چې د شبکو بیارغونه، د شبکو جوړول او  د نیمه ژورو څاګانوکیندل پکې شامل دي بشپړې کړې دي.

رشیدي زیاته کړه چې په دې پروژو ۵۴ مېلیونه، ۶۰۸ زره او ۵۰۹ افغانۍ لګښت راغلی دی، چې په روان کال کې یې چارې بشپړې شوې دي.

د یادولو ده، د یادو پروژو په پلي کېدو سره ۱۹۴۵۰ تنو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی په مستقیم ډول پیدا کړی او ورسره د څښاک د اوبو په برخه کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځ ته شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *