افغانستان

د افغانستان اسلامي امارت، په یمن کې د امریکا او بریتانیا بمبارۍ و غندلې

د افغانستان اسلامي امارت، په یمن کې د امریکا او بریتانیا لخوا بمبارۍ په سختو ټکو غندلې دي.

د افغانستان اسلامي امارت، په یمن کې د امریکا او بریتانیا لخوا بمبارۍ په سختو ټکو غندلې دي.
په هغې اعلامیه کې چې نن د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد خپره کړې ده؛ راغلي دي: «د افغانستان اسلامي امارت پر یمن هېواد باندې د امریکا او بریتانیا لخوا بمبارۍ کول په سختو ټکو غندي او د نړيوالو اصولو ښکاره نقض او په سيمه کې د کړکېچ د لا پېچلتیا لامل يې بولي چې د منځني ختیځ او د سيمي ټولو هېوادونو امنيت او ثبات یې عملاً له جدي خطر سره مخ کړی دی».
په اعلامیه کې ویل شوي دي: «امریکا او شریکان یېئ باید له خپلو تېرو تجاوزونو او ناکامیو څخه عبرت واخلي. له بده مرغه سيمه ‌ييز او نړيوال اغېزناک دولتونه ونتوانېدل چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نشتون د دې لامل شو چې نورو هېوادونو ته جګړه پراخه او سيمه په نا امنۍ او بې‌ثباتۍ کې ښکېل کړي.»
په اعلامیه کې د اسرائیلي جنایاتو له ملاتړه را نیولی پر یمن تر برید پورې، ټولې کړنی غیر انساني، پارونکي او پر مسلمانو ملتونو باندې مخامخ تېری بلل شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي دي: «امریکایي او بریتانوي ولسونه باید خپل حکومتونه سرکښۍ، تمرد او بشر ضد کړنو ته پرې نږدي، ځکه د دغسې ظالمانه اقداماتو په پایله کې نوموړي ملتونه هم زیان او صدمه ویني.»
د افغانستان اسلامي امارت له مسلمانو هېوادونو څخه غوښتي چې له فلسطین او نورو مسلمانو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي او په دا ډول حساسو شرایطو کې خپلمنځي واړه واړه اختلافات څنګ ته کړي او د یوه امت په توګه د مظلومانو پر وړاندې خپل مکلفیت ادا کړي.
اسلامي امارت دغه راز پر تاثيرګذاره هېوادونو غږ کړی چې د سيمې د لا زياتې بې‌ثباتۍ د مخنيوي په موخه لاس په کار شي او پر صهيونيستي رژيم او ملاتړو يې ټول فشار وارد کړي؛ ترڅو د فلسطيني ولس ټول‌ وژنه او پر يمن بريدونه په عاجل ډول متوقف او د فلسطین قضیې ته دایمي حل را وباسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *