افغانستان

پامیریانو ته معیاري روغتون جوړیږي

د عامې روغتیا وزارت په یوه خبر کې ویلي چې په تېرو سلو کلونو او د لسګونو دولتونو له تېرېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د واخان ولسوالۍ په پامیر کې لومړی معیاري روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کيږي.

د عامې روغتیا وزارت په یوه خبر کې ویلي چې په تېرو سلو کلونو او د لسګونو دولتونو له تېرېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د واخان ولسوالۍ په پامیر کې لومړی معیاري روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کيږي.

وزارت په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې په تېره یوه پېړۍ کې لومړی ځل دی چې د بدخشان ولایت د واخان ولسولۍ د پامیر د لوړو سیمو اوسېدونکو ته معیاري روغتون جوړیږي.

د عامې روغتیا وزارت    د مالي او ادارې چارو مرستیال  مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د یاد روغتون په پرانیسته کې ويلي چې په دې روغتون کې به د جراحۍ څانګه هم پرانیزي او همداشان به متخصص ډاکټران پکې ګوماري. ده ویل چې روغتیا وزارت ژمن دی چې نه یوازې واخان، بلکې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ټولو وګړو ته روغتیایي چوپړتیاوې چمتو کړي.

د یادې سیمې خلکو او مخورو له اسلامي امارت مننه کوله چې د دوی پوښتنه یې وکړه او د روغتیا په برخه کې ستونزې ور حل کړې.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل وړاندې له عزم نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې د عامې روغتیا وزارت رهبري پتېیلې چې د افغانستان د هرې ولسوالۍ په کچه به یو-یو معیاري روغتون جوړوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *