فرهنگی

د کلتور په پرمختګ کې د ټولنو ونډه

افغانستان د کلتوري او تاريخي ميراثونو له پلوه په نړۍ کې بډای هېواد دی. همدالامل دی،چې ديونسکو سازمان پاملرنه يې ځان ته رااړولې ده.د افغانستان د کلتوراو تمدن په پرمختګ کې کلتوري ټولنو او همداسې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ښه رول لوبولی دی.

نوري

افغانستان د کلتوري او تاريخي ميراثونو له پلوه په نړۍ کې بډای هېواد دی. همدالامل دی،چې ديونسکو سازمان پاملرنه يې ځان ته رااړولې ده.د افغانستان د کلتوراو تمدن په پرمختګ کې کلتوري ټولنو او همداسې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ښه رول لوبولی دی.زموږ ډېرو کلتوري ټولنو اوڅېرو لکه د کلتور د پرمختګ لپاره کرويژنې او هڅې کړي دي.پوهانو کلتور په بېلابېلو ډولونو ارزولی،خو په معنی کې ټول تعريفونه له يوبل سره اړخ لګوي. هغه ځانګړتياوې چې يو ملت، يا يوې ټولنې ته تشخص او هويت وربښي، لکه: ژبه، ادبيات، ديني باورونه، د شريک ژوندانه لارې او انساني حقوق، نو د يادو مشخصاتو د ساتلو لپاره منظم کار او هڅو ته اړتيا ليدل کېږي، دا کار او هڅې په بېلابېلو ډولونو او لارو چارو سره تر سره کېداي شي، يوه له مهمو لارو څخه يې د مدني او کلتوري ټولنو رامنځته کول او يادو ټولنو ته پراختيا ورکول دي؛ تر څو د يوه هېواد په بېلابېلو سيمو او ځايونو کې کلتوري ټولنې موجودې او په خپلو کړنو سره د کلتور د ساتنې او پرمختګ لپاره خدمت وکړي. هر انساني کوښښ په هره برخه کې د ستايلو وړ دی او همدا انساني هڅې دي چې نن ورځ نړۍ او بشري ژوند د خپل بې ساري پرمختګ په لوړو پړاوونو کې قدمونه اخلي او انساني ژوند ته ورځ تر بلې پرمختګ ورکوي.کلتور له هغو مادي او معنوي، فکري او عاطفي ځانګړتياوو څخه عبارت دی، چې يوې ټولنيزې ډلې يا هم ټولنې ته هويت ور بښي چې ژبه، ادبيات، ديني باورونه، د ګډ ژوند لارې او د بشر حقونه په خپله غېږ کې را نغاړي.

پوهان  تمدن او کلتور هم معنا بولي، د دې توپير سره چې د مفهوم له مخې کلتور له تمدن څخه محدود دی. دا باور هم موجود دی، چې کلتور د يوه ملت ټول مادي او معنوي ارزښتونه احتوا کوي او يو پراخ مفهوم لري،چې تمدن يې مادي اړخ منعکسوي. د کلتور په وده او پرمختګ کې د ټولنې ټول غړي خپل رول او ځای لري، د ژوند شرايط، سوله او جګړه، فقر او شتمني، پوهه او ناپوهي او داسې نور… د يوه ملت او ټولنې په کلتور خپل مثبت او منفي اغېز لري.کلتوري ټولنې د خپلو ملتونو د کلتوري او ملي ارزښتونو ساتنه کوي، د هغو د پياوړتيا لپاره کار او هڅې کوي او همدا کلتوري ټولنې دي چې د خپلو ناستو په ترڅ کې د يو ملت د ژبې، شعر او هنر د غوړېدا لپاره علمي ــ څېړنيز بحثونه کوي او د علمي بحثونو په پايله کې د خپل کلتورلپاره ډېر څه په ميراث پرېږدي، چې د کلتوري او ادبي ټولنو د منځ ته راتګ او جوړېدلو لړۍ زموږ په ګران هېواد افغانستان کې پخواني پس منظر (شاليد) لري، چې هم د اديبانو او پوهانو د کوښښونو په پايله کې ادبي ټولنې تأسيس شوي او هم د دولتونو له لوري، دې برخې ته پام شوی دی، چې ښې بېلګې يې په لاندې توګه دي:

د (۱۳۰۹ هــ . ل) کال د ليندۍ د مياشتې په (۲۳) نېټه په هرات ولايت کې د کلتور او ادب د مينه والو له لوري د هرات ادبي انجمن جوړ شو او د هرات تر ادبي انجمن وروسته د (۱۳۱۱ هـ . ل) کال د ليندۍ د مياشتې پر (۹) نېټه، په کندهار کې د وخت د نايب الحکومه ارواښاد وزير محمد ګل خان مومند په هڅونه او د هغه مهال د نومياليو اديبانو، ليکوالانو او کلتورپالو په زيار او کوښښ د پښتو ادبي انجمن جوړېدل دي او همدارنګه په (۱۳۰۹ هــ . ل) کال کې د لومړي رسمي، علمي او کلتوري انجمن په توګه د کابل انجمن جوړيدل او منځ ته راتګ دی، چې بيا په (۱۳۱۶ هــ . ل) کال کې د کندهار د پښتو انجمن او کابل ادبي انجمن د يو ځای کېدو څخه پښتو ټولنه منځ ته راغله، چې يادو ادبي انجمنونو او پښتو ټولنې د کلتور او ادب په وده کې ستر او نه هېرېدونکي کارونه تر سره کړل، خپل ولس او کلتور ته يې په سلګونو علمي، تاريخي او ادبي کتابونه او مجلې په ميراث پرېښودلې، د ګڼو علمي او ادبي ناستو په جوړولو سره يې ډېرې موضوع ګانې حل کړې او د همدغو ټولنو په غېږ کې د هېواد په لسګونو علمي کادرونه وروزل شول. دلته مو ځکه په لنډه توګه د لومړنيو ادبي ټولنو او انجمنونو څخه يادونه وکړه؛ تر څو د يادو ټولنو تر سره شوي کار او زيار ته په کتلو سره نور هم د کلتوري او ادبي ټولنو ارزښت او اغېزو ته پام وکړو.په دې وروستيو (۱۷) کلونو کې هم د کلتوري او ادبي ټولنو جوړېدلو ته ډېر پام شوی دی، چې د ټول هېواد په کچه په سلګونو مدني او کلتوري ټولنې منځ ته راغلې دي او فعاليت کوي، په يوه راپور کې راغلي ، چې يوازې په خوست ولايت کې له (۸۰) څخه زياتې کلتوري او ادبي ټولنې فعالې دي او په بېلابېلو برخو کې يې ګڼ کارونه ترسره کړي دي، نو کله چې يوازې د خوست په ولايت کې په دومره تعداد کې ټولنې شتون ولري، نو ويلاي شو، چې د ټول هېواد په کچه د کلتوري او مدني ټولنو شمېر له سلګونو څخه هم اوړي، چې دا په خپل ځای د خوښۍ او وياړ خبره ده، چې په داسې يو هېواد کې، چې لا هم د جګړې له اغيزو څخه کړېږي او لا يې په کلي او کوڅه په کوڅه د  پخوانيو جګړود تورې بلا سيوري خپور دی، خو بيا هم ځوانان د کلتوري او مدني ټولنو په جوړېدو سره د خپلې علمي کچې او د نورو ځوانانو د وېښولو او پوهولو لپاره هڅې او فعاليتونه کوي؛ نه يوازې دا، چې کلتوري ټولنو د جګړې په ترخو حالاتو او شرايطو کې کار کړی او خپل فعاليتونه يې ورځ تربلې پراخه کړي دي، بله مهمه خبره داده، چې کله، د پخواني شوروي اتحاد د تېري له امله هېوادوال د وطن پرېښودلو ته اړ شول او ډېر لږ خلک په خپلو سيمو کې پاتې شول، د ولس يوه زياته برخه ګاونډيو هېوادونو ته مهاجر شول… پاتی لری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن