د هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي بشیر محمد سیرت باختر آژانس سره د خبرو پرمهال وویل، چې دغه پلاوي د سیخ ګول تړون د کولو، د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، له خصوصي سکتور سره ناستې، د افغانستان له سوداګریزو سیمه څخه لیدنه، له افغانستان څخه ترکمنستان ته د ساختماني موادو په ځانګړي ډول د مرمر ډبرو د صادراتو په اړه د افغان لوري د وړاندیزونو د څېړلو په موخه هرات ته سفر کړی دی. له بلی خوا؛ د هرات د صنايعو او کانونو د خونې رئیس حميدالله خادم د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې دغه پلاوی په پام کې لري د هرات د مرمر ډبرو له فابريکې څخه ليدنه وکړي او دواړه خواوې به له دغه ولايت څخه ترکمنستان ته د مرمر ډبرو د صادراتو په باب یو هوکړه لیک لاسلیک کړي. دا سفر په داسې حال کې کېږي چې تېر کال په وري میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو دروازه پرانیسته او هلته یې د افغانستان د صنایعو یو نندارتون جوړ کړ.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
نوشته های مشابه
همچنین ببینید
بستن