اجتماعی

اسلامي امارت دمخدره موادو د مخنیوي په وړاندي ټینګه اراده لري

په تیر نظام کې لویه تشه او خالیګاه د نا امني اوبی ثباتۍ تر څنګ همدا ناوړه او منفې پدیده وه چي دپلازمیني کابل په شمول ېې د هیواد ځوانان  په نیشه يي او مخدره موادو لکه : افیون ،بنګ تنباکو، چرس اونوروعادت او معتاد کړی وه، بلکي د هیوادپه ډیرو، لرې پرتو سیمو کې ېې هم ځوانان په دي ناوړه مادی روږدې او عادت شوي وو، او افغانی ټولنه ېې د سختو ستونزو اومشکلاتو سره مخامخ ، او ورځ تربلي دتباهۍ اوبربادۍ خواته روانه وه.

په تیر نظام کې لویه تشه او خالیګاه د نا امني اوبی ثباتۍ تر څنګ همدا ناوړه او منفې پدیده وه چي دپلازمیني کابل په شمول ېې د هیواد ځوانان  په نیشه يي او مخدره موادو لکه : افیون ،بنګ تنباکو، چرس اونوروعادت او معتاد کړی وه، بلکي د هیوادپه ډیرو، لرې پرتو سیمو کې ېې هم ځوانان په دي ناوړه مادی روږدې او عادت شوي وو، او افغانی ټولنه ېې د سختو ستونزو اومشکلاتو سره مخامخ ، او ورځ تربلي دتباهۍ اوبربادۍ خواته روانه وه.

ځوانان چې د ټولنې یوه محرکه او ځواکمنه بشری نیرو اود ټولنې ماشین ته حرکت ورکوي له بده مرغه په دي ناوړې مادې یعني په مخدره مواد د تیرو، رژیمونو دبی پرواېې له امله اخته شوي وو چې ډیر ېې په یوشمیر رواني ناروغیو هم اخته و، او په نتیجه ېې خپل خوږ ژوند د همدي ناوړي مادی داستعمال له امله  له لاسه ورکاوه .

پوښتنه داپیداکیږې چې ولي د تیر رژیم چارواکو دنیشه یي او مخدره موادو په وړاندي بی توپیره او بي تفاوته پاتي وو چې هیواد بشري نیرو په تیره بیا د ځوانانو روغتیا ته ېې درانده زیانونه واړول ،خبره داده چې دوي د هیواد، خلکو  او ددي جنګ ځپلي ټولني په وړاندي هیڅ ډول مسئولیت نه احساسوو او نه دهیوادملي ګټو او منافعو ته ژمن او متعهد و بلکي یوازي خپلو شخصي ګټو ېې سترګي ړندي کړي وي ځکه نو خداي ج ذلیله او شرمنده کړل او له هیواده ېې پښې سپکې او بهرنیو هیوادونو ته ېې فرار وکړ.

له نیکمرغه د۱۴۰۰ ه ش کال د اسد په ۲۴مه د اسلامي امارت په حاکمیت سره نه یوازي د هیواد امنیت اوسولیز ژوند تضمین شو بلکې  د مخدره اونیشه یي موادو ټولې کارځایونه  اوپټن خایونه هم له منځه شول او عامیلین ېې دقانون پنجی ته وسپارل شول.

په نیشو روږدو او عادت شوو ځوانانو ته ېې د علاج او درملني ترڅنګ هغوي ته دسالمو مصروفیتو لپاره هم زمینې برابري کړي، له دي څخه معلومیږي چې اسلامي امارت د مخدره موادو د مخنیوي په وړاندي ټینګه اراده لري .

دلته زمونږ دبحث اصلي موضوع هم په مخدره او د نیشه یي توکو په منفي اوناوړې پدیدې ده  چې له شک پرته د انسانانو روغتیا اوژوند ته زیان رسوي خو له نیکه مرغه دافغانستان اسلامي امارت ورته دنورومهمو او حیاتي مسایلو تر څنګ جدي پاملرنه کړي او په مخنیوي کې ېې هڅه او کوښښ کوي .

دروان ۱۴۰۲ ه ش کال د مرغومي په دریمه د افغانستان داسلامي امارت دکورنیو چارو وزارت منسوبینو دپلازمیني کابل په ګډون د هیواد په څلورو ولایتونوکې د نیشه یي موادود خرڅولو په تور ۳۱ کسان نیولي چې په دي ناوړه کار کې ېې لاس درلود .

دي وزارت منسوبینو داهم ویلي: چې د نیشه یي موادو سره دمبارزی پولیسو په کابل او ولسوالیوکې د څو جدی عملیاتوپه وخت کي ۱۹کسان هم ددي ناوړه اومنفې پدیدي د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي چې دنیول شوو کسانو څخه څه د پاسه دوه کیلو چرس، ۱۳۱۲ نیشه یې ګولۍ  اونور دا ډول مخدره مواد دهیواد په ولایتونو په تیره بیا د ننګرهار، فراه اوکاپیسا په ولایتونو کې  نیول شویدي .

دا ، د دي خبري ښکاره ثبوت دی چې دافغانستان اسلامي امارت د داډول ناوړه مخدره موادو چې دافغانستان اسلامي ټولنه دتباهۍ اوبربادۍ خواته وړي بي توپیره اوبی تفاوته نه شي پاتی کیدلي .

باور دي که دافغانستان اسلامي امارت ، اړونده وزارتونه او نور نړیوال سازمانونه چې په دي برخه کې همکاري کوي  نور هم ددي منفی پدیدې چې نه یوازي انسانې روغتیا باندي بدي او منفی اغیزي کوي که دهغوي پرځاي بدیل او ګټور نباتات او بوټې لکه : زعفران او نوربوتی وکرل شي او د اسلامي امارت چارواکې او اړونده ارګانونه د هیواد بزګران تشویق او وهڅوي نو د یوي خوا به یوه ښه اوسالمه ټولنه ولرواو دبلي خوا به مو ملي اقتصاد هم پیاوړی شي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن