د ننګرهار کانال ریاست سږ کال څه باندې ۳۴۳ ميليونه افغانۍ عواید راټول کړي دي
د ننګرهار کانال ریاست مسئولین وايي، چې سږ کال یې څه باندې ۳۴۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د ننګرهار کانال ریاست مسئولین وايي، چې سږ کال یې څه باندې ۳۴۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه کانال مسئولینو باختر اژانس ته وویل، چې د دغه کانال پر ۱۲ زره هکتاره ځمکه څلورګونې میکانیزه فارمونه جوړ شوي، چې ډېره برخه يې د زیتونو او ستروسو بڼونه (مالټه، نارنج، لیمو) خرما، بېرو او نور بڼونه هم جوړ شوي دي. د مسئولینو په وینا، سږکال اجاره لرونکو ځمکو په ۲۲زره ۲۹۲جریبه ځمکه غنم کښت کړي و، چې د اټکل له مخې ټولټال ترې (۳۴۳میلیونه افغانۍ ) او کابو یو میلیون، ۵۶۰ زره او ۴۴۰ منه غنم ترلاسه شوي دي.
د یاد کانال د مسئولینو په خبره، د کانال پر ځمکه تېر ۱۴۰۱ کال ۱۸ ټنه خرما، او کابو ۲ زره ټنه مالټې ترلاسه شوې او سږکال هم تمه داده چې د تېرکال په پرتله به د مالټو او خرماوو زیاته حاصلات ترلاسه شي.
همدارنګه سږکال د کانال اجاره لرونکو په ۸زره ۳۸ جریبه ځمکه هندواڼې او خټکي هم کرلي و، چې شاوخوا ۱۶ زره ټنه هندواڼې او خټکي ترې ترلاسه شوي دي.
دا کانال د کابل له سیند سرچینه اخلي، چې له اوبو څخه کابو۱۲ زره هکټاره حکومتي او نږدې ۱۴ زره هکټاره شخصي ځمکې خړوبېږي.