اجتماعی

د بدخشان اوسېدونکي: روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لرو

د بدخشان په یوشمېر ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې خلک روغتیايي خدمتونو ته د ښځو له نه لاسرسي څخه شکایت کوي، دوی وايي چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو نه لاسرسی په دې سیمو کې د ګڼو ستونزو لامل شوی.دغه اوسېدونکي وايي چې د ساړه موسم په رانږدې کېدو سره دا ستونزې څو چنده ډېرې شوې دي.

د بدخشان په یوشمېر ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې خلک روغتیايي خدمتونو ته د ښځو له نه لاسرسي څخه شکایت کوي، دوی وايي چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو نه لاسرسی په دې سیمو کې د ګڼو ستونزو لامل شوی.دغه اوسېدونکي وايي چې د ساړه موسم په رانږدې کېدو سره دا ستونزې څو چنده ډېرې شوې دي.

د واخان ولسوالۍ اوسېدونکې مريم وايي، په دې ولسوالۍ کې ښځې او نجونې د ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي ځورېږي.

“موږ په کلينيکونو کې د ډاکټرانو او درملو له کمښت، په تېره بيا د ښځينه ډاکټرانو له کمښت څخه ځورېږو. کله چې کلينيک ته ځو، هلته قابله يا ښځينه ډاکټرانې نشته او له ستونزو سره مخ کېږو. موږ شرمیږو چې خپله ستونزه له نارینه ډاکټرانو سره شریکه کړو. له همدې امله، موږ اړ  یو چې موټر کرایه کړو او اشکاشم ولسوالۍ ته لاړې شو.”

د بدخشان د يفتل  ولسوالۍ اوسېدونکې رعنا وايي، که څوک له يوې وړې روغتيايي ستونزې سره هم مخ شي نو د درملنې لپاره بايد فيض اباد ښار ته ولاړ شي.

” زموږ ماشومان په شري اخته دي او ډاکټران وايي، چې د درملنې لپاره يې فيض اباد ښار ته یوسی، سړکونه خراب دي او فيض اباد ته تلل ډېر ستونزمن دي، زموږ په ولسوالۍ کې بايد يو مجهز کلينيک او روغتيايي اسانتياوې رامنځته شي.”

نصیره بله هغه مېرمن ده چې خپل ماشوم يې د درملنې لپاره روغتيايي مرکز ته راوړى نوموړې  وايي چې خلک په ساعتونو ساعتونو د خپل نوبت انتظار کوي.

“”دا د ټولو خلکو ستونزه ده  موږ ماشومان کلينيک ته وړو چې ښه شي ، ډاکټران هم هڅه کوي چې خدمات وړاندې کړي خو د ناروغانو کتارونه خورا اوږده دي.”

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست چارواکي په لیرې پرتو ولسوالیو کې د خلکو د روغتیايي ستونزو په اړه وویل چې په دغو سیمو کې روغتیايي مرکزونه شته، خو د غرنیو لارو د خرابوالي او اوږده ساړه موسم له کبله د خلکو په ځانګړې توګه د اوسیدونکو لاس رسی په سرحدي ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونو ته ستونزمن کړی دی.

د بدخشان د عامې روغتيا رئيس عتيق الله فيضي وايي، چې په يو شمېر ولسواليو کې خلکو ته لومړني روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي، خو د روغتيايي مرکزونو په تشکیل کې نسايي ولادي ډاکټرانې نشته او له همدې امله قابلې روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

نوموړی په روغتيايي مرکزونو کې د  درملو د کمښت په اړه وایي :

“شاید یو شمیر روغتیايي مرکزونه د یو څه وخت لپاره د درملو له کمښت سره مخ شوي وي، خو دا یو دایمي وضعیت نه دی او دا ستونزه به د درملو د ملي لیست له مخې حل شي.”

دا په داسې حال کې ده چې دا ستونزې یوازې په څو ولسوالیو پورې محدودې نه دي د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا، په ډېرو ولسوالیو کې چې تګ راتګ پکې ستونزمن دی، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی په ځانګړې توګه د ښځو له اساسي ستونزو څخه بلل کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *