گزارش

تاریخ به ولیکي چې…!

په ټوله کې یو افغانان وه، خو یوه ټولۍ وه چې خپل دین، خاوره، عزت او د ناموس یې ساتنه کوله، د اشغال او کفر خلاف وه، د الله تعالی د دین پیروان وه، نه یوازي دا!؛ بلکه خپلو ټولو افغانانو او په مجموع کې ټولو مسلمانانو ته یې د دین خواته د میلان ترغیب ورکاوه، هغوی یې نه لورېدل چې خپل پاک تاریخ بد نام کړي، هغوی یې له اشغاله او د اشغال له اثراتو را ګرزول، ولس ته یې امن باښه، سوکاله ژوند یې ور لوراوه، په همدې موخه یې ځانونه لولپه او ایره کول ..

خو په مقابل کې یې بیا یوه بله ډله وه چې د دوی دا ریښتینې داعیه یې ردوله، برعکس یې د اشغال پردي پالۍ، په لوی لاس د پردیو په لاس د دین مخالفت، د هېواد اشغال، د ناموس او عزت له منځه وړل او…. غوښتل، په همدې موخه یې د اشغال هرکلی، ملګرتیا، لاس نیوی او د خپلو وروڼو ریښتینو افغانانو مخالفت، د هغوی له منځه وړل، د دیني او ملي ارزښتونو سپکاوی او تخریبولو ته کار ووایه. د دوی په غوښتنه هېواد اشغال شو، خپلواکي له مینځه لاړه، آزادي سلب شوه، د ولس ارام په ډار بدل شو، اسلامې نظام ړنګ شو، د همدې اسلامي نظام واقعي مدافعین او خواهان ګم نام شول، شهیدان او بندیان شول، حق ترې سلب شو او پردي وشمېرل شول.

خو ددین او اسلام همدې واقعي مدافعینو بیا هم خپل متین عزم، په الله تعالی پوخ او خدای ورکړی باور او توکل د ځان مل وګرزاوه، مبارزه یې پیل کړه، په تش لاس او نشت امکاناتو یې د کفر، اشغال او فساد په وړاندې د اسلامي نظام د قیام، د ولس د آرام او ریښتنې خپلواکۍ د بیا اعادې او راوستو په تکل ستړي او کوټلي ګامونه اوچت کړل، مزلونه یې وکړل، ویني یې تویي کړې، زخمونه یې برداشت کړل، کورنۍ یې تر دې پاکي داعیې لاندې قربان کړې، پښې يې تڼاکي او ملاوي یې وتړلې، شل کاله یې په متینه عقیده او الهی توکل پاکه او مثالي مبارزه وکړه، الله تعالی یې په خپل مدد ملتیا کوله او دوی یې په ملتیا پوره باور درلود په پایله کې یې اشغال مات، د دوی د له مېنځه وړلو غوښتونکي سر ټیټې او د اشغالګرو په لمنو پوري نیولي لاسونه له هېواده وتښتېدل، هېواد آزاد، خپلواکۍ بیا ځلي حاکمه او اسلامي نظام بیا ځلې د افغان دردېدلي ولس په سرونو خپلي وړانګې ځل وهلې، د ولس آرام ژوندی شو، هیلې یې وغوړېدې او د ریښتیني نظام څښتنان شول.

هوکې!

دا نظام، دا حکومت او دا هېواد په بلها شمېر سختیو، وینو او زخمونو لاسته راغلی دی، د پردیو او پردي فکرو خیرنې مفکورې په اوبو لاهو او بې نتېجې ثابته شوې او ها د کوچنۍ ریښتینې افغانۍ ټولۍ د حق نظام غوښتونکې پاکه داعیه ریښتینې ثابته شوه او په ثمر ورسېدله.

راځئ د دې نظام او دې پاک صف همداسې کلکه او نه جلا کېدونکې ملا وتړلو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *