افغانستان

د هلمند اوسېدونکي: نړیوال باید په دغه ولایت کې د برتانوي پوځيانو جنګي جنایتونه وڅېړي

هلمند کې ناټو ځواکونو د خپل پوځي ماموريت پر مهال په دغه ولایت کې ګڼ شمېر جنایتونه تر سره کړي، چې عام وګړي د یادو ترسره شویو جنايتونو د څېړني غوښتنه کوي.

هلمند کې ناټو ځواکونو د خپل پوځي ماموريت پر مهال په دغه ولایت کې ګڼ شمېر جنایتونه تر سره کړي، چې عام وګړي د یادو ترسره شویو جنايتونو د څېړني غوښتنه کوي.

هلمند د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په تېرو شلو کلونو کې د سختو جګړو شاهد و، د دغه ولایت د هوایي او ځمکنیو عملیاتو مشري څو کاله د ناټو تر چتر لاندې د برتانوي ځواکونو پر غاړه وه.

د هلمند اوسېدونکي له ملګرو ملتونو، بشري حقونو  او د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه د عدالت غوښتنه کوي او وايي، چي په دغه ولایت کې بايد د برتانوي ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنګي جرمونو په اړه پلټنه وشي تر څو حقایق په ډاګه او مجرمینو ته سزا ورکړل شي.

د دوی په خبره، برتانوي ځواکونو په قصدي توګه د ملکي وګړو، ښوونځیو او روغتونونو په نښه کولو سره دلته د زرګونو کسانو ژوند اخیستی او جنګي جنایتونه یې کړي دي.

د دوی په وینا، د ناټو ځواکونو له لوري په شپنیو او ورځنیو عملیاتو کې په زیاته کچه بې ګناه کسان، چې ښځي او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي دي.

دوی دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې د برتانیې د درېیم باچا چارلس او د پخوانۍ شهزادګۍ لیډي ډيانه زوی هیري په خپل کتاب کې لیکلي و، چې په افغانستان کې یې ٢٥ تنه د شطرنج دانو په څېر وژلي دي. باختر

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *